د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

کومیلا وېکټورینز د بنګله‌دېش غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله


کامیلا وېکټورینز د بنګله دیش غوره لیګ سیالی الولي وګټله
کامیلا وېکټورینز د بنګله دیش غوره لیګ سیالی الولي وګټله

د بنګله‌دېش غوره لیګ په پایلوبه کې کومیلاویکټورینز د ۷ وېکټو په توپیر سېلهت سټرایکرز ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو د نهم پړاو اتلولي یې وګټله.

د سټرایکرز د ۱۷۶ منډو هدف ویکټوریا لوبډلې د شلم اور په دویم توپ د ۳ وېکټو په سوځېدو ترلاسه کړ.

د سټرایکرز په توپ وهونکو کې مشفق الرحیم او حسین شانتو نیمه سلیزې ووهلې.

د ویکټورینز لوبډلې لپاره پيلیز توپ وهونکي لیټن ډاس او جانسن چارلیس نیمه سلیزې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم چارلیس وګټله.

بنګله‌دېش حسین شانتو چې ۵۱۶ منډې کړې وې د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره ولوبېدل، چې له ډلې یې عظمت الله عمرزی، کریم جنت، عثمان غني او ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېدل.

XS
SM
MD
LG