د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرېکټ لوبغالي د جوړېدو چارې نیمګړې پاتې دي


د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالی
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالی

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یو شمېر ورزشکاران د هېواد له کرېکټ بورډ څخه غواړي، چې په یاده ولسوالۍ کې د کرېکټ د لوبغالي د جوړېدو په ټپه ولاړې چارې له سره پیل کړي.

یاد ورزشکاران وايي، که څه هم د دوی د کرېکټ د لوبغالي ودانیزې چارې لا نیمګړي پاتې دي، خو خپلې لوبې روانې ساتلې دي.

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ له لیرې پرتو سیمو ورزشکاران هغه له خاورو او ګردونو ډک میدان ته ورځي، چې په تېر جمهوریت کې يې د کرېکټ د لوبو لپاره د اساسي او معیاري جوړولو کارونه پیل شوي وو، خو د نظام په بدلون سره يې چارې ټکنۍ شوې او کار يې نیمګړی پاتې شو.

"کېدای شي دې ځای ته ملي لوبډلې راشي، یا بهرنۍ لوبډلې راشي

یاد ورزشکاران د لوګر له سیمه ییزو چارواکو او د کرېکټ له ملي ادارې غواړي، چې د دې لوبغالي د جوړولو پروژه بېرته پیل کړي.

د کرېکټ یو تن لوبغاړی وصیل ګل سېلاب ازادي راډیو ته وویل، که چیرې دا لوبغالی په معیاري ډول جوړ شي، ممکن ملي لوبډلې او د نورو هېوادونو ورزشکاران ورته د لوبو لپاره ورشي.

نوموړي زیاته کړه: "کېدای شي دې ځای ته ملي لوبډلې راشي، یا بهرنۍ لوبډلې راشي او په دې لوبغالي کې لوبې وکړي، نو باید کرېکټ بورډ په دې برخه کې موږ سره کومک وکړي، دا به د لوګر د ځوانانو لپاره یو ښه سهولت وي، موږ چې په دې ځای کې لوبې کوو، دا د ټېنس لوبو لپاره جوړ شوي دي، نو کرېکټ بورډ دې، د دې لوبغالي جوړولو ته توجه وکړي."

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالی
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالی

د محمداغې ولسوالۍ یو بل ځوان ورزشکار مصطفی کمال وايي، د یو هېواد د کرېکټ بنسټ داخلي لوبډلې جوړوي، که هغه پياوړې وي، نو ملي لوبډلې هم پياوړې وي.

ده له چارواکو غوښتنه وکړه، چې میدان ژر تر ژره جوړ کړي، تر څو لوبغاړو ته د مسلکي او معیاري زده‌کړو زمینه برابره شي.

"په دې ځای کې د کرېکټ لوبغالي د جوړولو کار د جمهوریت په تېره دوره کې پیل شوی و

یو بل ورزشکار لطف الله راشد وايي، دلته ښه ورزشي استعدادونه شته، خو د روزنې لپاره يې مناسب ځایونه نه‌شته.

نوموړي وویل: "په دې ځای کې د کرېکټ لوبغالي د جوړولو کار د جمهوریت په تېره دوره کې پیل شوی و، خو کارونه يې نیمګړي پاتې دي، دا میدان رسمي نه‌دی، د ټېنس لوبې په‌کې کېږي، که دلته سم لوبغالی جوړ شي، نو کرېکټ لوبې به په کې پیل شي، دلته ښه استعدادونه شته، په راتلونکې د محمداغې، لوګر او ملي ټیم ته ښه لوبغاړي وړاندې کولای شي."

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالی
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالی

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرېکټ لوبغالي لپاره دېرش جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې د جمهوریت په تېر نظام کې يې اساسي او معیاري جوړولو ته ۶۸ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، خو له سیاسي بدلون وروسته يې کارونه په ټپه ودرېدل.

د محمداغې ولسوال میرهاشم حزب الله د کرېکټ له ملي ادارې غواړي، چې د دې لوبغالي چارې بېرته پیل کړي.

نوموړي وویل، دا لوبغالی د لوګر صنعتي پارک سره نږدې جوړیږي، چې کارونه يې نیمګړي پاتې شوي دي.

د لوګر د کرکټ امر بشیراحمد ساحل وویل، که چېرې اوسني چارواکي پرمختیايي پروژې پیلوي، نو له ډېرو حیاتي او ارزښتمنو پروژو څخه یوه هم د محمداغې ولسوالۍ د کرېکټ لوبغالی دی، چې کارونه به يې شروع شي.

یاده دې وي، په لوګر کې دوه سیمې د کرېکټ د معیاري لوبغالو د جوړولو لپاره ځانګړې شوي، چې یوه يې همدا د محمداغې ولسوالۍ او دویم هم د لوګر په مرکز پل علم ښار کې ده، خو تر اوسه یو لوبغالی هم په اساسي او بشپړ ډول نه‌دی جوړ شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG