په کابل کې د نهه ولایتونو د څه باندې ۱۵۰ لوبغاړو تر منځ د تکواندو سیالۍ شوي.
د تکواندو د ملي فدراسیون چارواکو ویلي، دا سیالۍ یې د تکواندو د ملي ټیم د پخواني سر روزونکي کوریايي ماستر مین سین هاک د هڅو د درنښت په خاطر د هغه په نوم پلان او ترسره کړي.
په دې سیالیو کې اتل لوبغاړي د تکواندو د فدراسیون په رده بندي کې ځای پیدا کوي چې بیا په نورو سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کولای شي.
مین سین هاک څو کاله د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم سر روزونکی وو او د هغه د هڅو په مټ روح الله نیکپا وتوانېد په بیجینګ او لندن کې د المپيک له لوبو د برنزو مډالونه وګټي.
ښاغلي هاک د ګڼو نورو مډالونو او لاسته راوړنو په ګټلو کې هم د افغان لوبغاړو لاسنیوی کړی دی او هغوی یې روزلي دي.