د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۸

نړۍ

پاکستاني چارواکي: کينيا کې مېشت ژورنالېست ارشاد اشرف هدفي بريد کې وژل شوی دی

وژل شوی خبريال ارشاد اشرف

پاکستاني چارواکي وایي، شواهد د دې څرګندونه کوي چې په کینیا کې دېره پاکستانی نوموتی ژورنالېست ارشاد اشرف به ښایي په هدفي حمله کې وژل شوی وي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې هم له ملګروملتونو غوښتنه کړې چې د دغې پېښې په اړه خپلواکه څېړنه وکړي.

ویل شوي و چې شریف تېره میاشت د کینيا پلازمېنې نایروبي ته نژدې هغه مهال د پولیسو له‌خوا په ډزو ووژل شو چې په یوه موټر کې سپور و او په سرعت له یوې امنیتي موانع چې باید ورته درېدلی وای، تېرېده.

خو پولیسو ویلي چې په تېروتنې سره پر هغه ډزې ځکه شوي چې پر موټر یې د ماشوم تښتونکو د موټر چې د پولیسو تر تعقیب لاندې و، ګومان شوی و.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پرون سې شنبې دا خبره رد کړه او ویې ویل، هغه شواهد چې دوی تر اوسه لاس ته راوړي، هغه په لومړي سر کې د هدفي وژنې ښکارندوی دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د فوټبال نړیوال جام سياليو په لړ کې سبا د اتو غوره لوبډلو پړاو پيليږي

قطر کې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ

په سبانۍ ورځ هم دوه لوبې ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې او دویمه به د شپې په یولس نیمو بجو پيل شي.

لومړۍ لوبه به د کروویشیا او برازیل ترمنځ او دویمه لوبه به د هالنډ او ارجنټاین ترمنځ وي.

تر دې دمه د نړیوال جام له سيالیو اتلس ورځې تېرې شوي دي او په ترڅ کې یې ټول ټال ۵۶ سیالۍ شوي دي.

د اتو غوره لوبډلو په دویمه ورځ به مراکش د پرتګال پر وړاندې او انګلستان د فرانسې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د یادونې ده چې تر دې وروسته به څلور لوبډلې د نیمه پایلوبې مرحلې ته لار پيدا کوي.

هندوستان په بنګله‌دېش کې د کرېکټ لوبلړۍ وبایلله

د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، انځور - ارشيف

د چهارشنبې په ورځ د بنګله‌دېش په مېرپور ښار کې د کوربه او هندوستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سياليو دویمه لوبه ترسره شوه.

بنګله‌دېش چې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۷۱ منډې یې وکړې.

د بنګال د پیل توپ وهونکو ښې منډې ونه کړې، خو محمد الله او مهدي حسن ترمنځ د اومې ويکټې ملګرتیا تر ۱۴۸ منډو پورې ورسېده چې د بنګله دېش په کرېکټ کې یې ریکارډ ثبت کړ.

مهدي حسن د یو ورځنیو سيالیو لومړنۍ سلیزه ترلاسه کړه او محمدالله په ۷۷ منډو وسوځېد.

د دې هدف د پوره کولو لپاره هندوستان ښه توپ وهنه وکړه، خو په وروستي اور کې یې ۲۰ منډې پوره نه کړې او د ۵ منډو په توپیر یې دا لوبه وبایلله.

د هند لپاره د شریاس ایر، اکشر پټيل او روحیت شرما نیمه سلیزې د یادونې دي.

په دې سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ بنګله‌دېش وګټله.

د دوی ترمنځ درېيمه لوبه د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه ترسره کېږي.

بېلاروس د خيانت په بدل کې چارواکو ته د مرګ سزا ورکولو لايحه تصويب کړه

د بېلاروس پارلمان

په بېلاروس کې د پارلمان وکیلانو هغه لایحه تصویب کړه، چې د لوی خیانت په بدل کې چارواکو او پوځي پرسونل ته د مرګ سزا په پام کې نیول شوې ده.

دا لایحه داسې مهال تصویبېږي، چې اندېښنې شته روسیه ښايي د بېلاروس له پوځ سره یوځای د بېلاروس له قلمرو څخه پر اوکراین تازه حملې وکړي.

په دې لایحه چې لومړی د ډسمبر پر ۷مه په پارلمان کې لوستل شوې وه، د بېلاروس د پوځ د بدنامولو هدف د ناسمو اطلاعاتو په بدل کې د جنايي تعقیب موضوع هم شامله ده.

روسیې په فبروري میاشت کې پر اوکراین تر خپل غیرموجه یرغل وروسته دې ته ورته لانجمن قانون په مارچ میاشت کې تصویب کړ، چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د بدنامۍ هڅې ته په‌کې سختې جزاګانې پېشنهاد شوې دي.

سږ کال هندوستان کې د تالندې او برښنا په پېېښو کې ۹۰۷ کسان مړه شوي

هند کې سېلابونه، چې اقليمي بدلون ښودل شوی دی.

په هندوستان کې روان میلادي کال ۹۰۷ کسان د تالندې او برښنا یا ټکې رالوېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

د هند د ځمک‌پوهنې وزارت پرون چهارشنبه پارلمان ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د تالندې پېښې یوسل او یوولس برابره زیاتې شوي دي.

ځینو ساینسپوهانو یې یو علت په ټوله نړۍ کې اقلیمي بدلون بللی دی.

هند چې ۱ ملیارد او ۴۰۰ملیونه وګړي لري، په تېره مارچ میاشت په کې دومره ګرمي وه چې په تېره پېړۍ کې یې ساری نه و لیدل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي اقلیمي بدلون ښايي له ۲۰۳۰ څخه تر ۲۰۵۰ م کاله پورې هر کال د نږدې دوه نیم سوه زره کسانو د مرګ سبب شي چې عمده علت به یې خوارځواکي، ملاریا، نس ناستې او د ګرمۍ له کبله رواني فشارونه وي.

جرمني په مديتراني سمندرګي کې تر ۳۰ زيات پناه‌غوښتونکي ژغورلي دي

انځور - ارشيف

د جرمني یو بنسټ وايي د دغه هېواد یوې ژغورونکې کښتۍ د مدیترانې سمندرګي په مرکزي برخه کې تر ۳۰ زیات پناه غوښتونکي وژغورل.

د لویس میشل (Louise Michel) په نوم ادارې پرون چهارشنبه په ټویټر کې لیکلي، چې دغه پناه غوښتونکي یې له لرګیو جوړې شوې کښتۍ ژغورلي دي.

چارواکي وايي، د پناه غوښتونکو په کښتۍ کې تر ۲۵۰ ډېر کسان سپاره وو.

زیات پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د سمندرونو پر خطرناکو لارو سفر ته ملا تړي.

د جرمني دغه بنسټ وايي په وروستیو ورځو کې له ځینو نورو ادارو سره یو ځای په مدیترانې سمندرګي کې په یو شمېر ماموریتونو بوخت دي.

د روسيې ولسمشر د دغه هېواد د پوليسو د شمېر ډېرېدو فرمان لاسليک کړ

د روسيې ولسمشر ولادمیرپوتین

د روسيې ولسمشر ولادمیرپوتین داسې یو فرمان لاسلیک کړی چې پر بنسټ به يې تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د دې هېواد د پولیسو شمېر ۹۳۸ زرو ته ورسیږي.

دغه فرمان چې د ډیسمبر په ۵مه لاسلیک شوی دی په‌کې راغلي چې، د روسیې د پولیسو شمېر به را روان کال ۹۲۲ زره تنو ته ورسیږي او په ۲۰۲۴ م کال کې به دا شمېر ۹۳۴ زره شي.

وروسته له هغه چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا په ناقانونه توګه د خپل هېواد یوه برخه کړه او د روس پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ یې وکړ، په دغه هېواد کې د پولیسو تر ټولو زیات شمېر په قانوني توګه ۸۹۴ زره تنه وو.

له کله نه چې روسيې پر اوکراین یرغل پیل کړ په زرګونه روسان پوځي دندې ته راغوښتل شوي دي.

المان کې ۲۵ مشکوک کسان نيول شوي

د المان پوليس

د المان فیډرالي څارنوالۍ نن سهار په دې هېواد کې د یوې سخت دریځې ښې اړخې ترهګرې ډلې سره د د تړاو په شک د ۲۵ مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

دغې څارنوالۍ په یوه بیان کې ویلی دي، چې مشکوک کسان يې د المان په یولسو ایالتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د المان د فیډرالي څانوالۍ دفتر زیاته کړې، نیول شوي شکمن کسان د هغې ترهګرې ډلې غړي دي چې موخه يې په المان کې د موجوده نظام رانسکورول دي، چې دې موخې ته د رسېدو په لار کې د هر ډول تاواتریخوالی څخه کار اخلي.

د يوناما د بشري چارو مشر د اوکراين پر عامه تاسيساتو د روسيې بريدونه غندلي

اوکراين کې پر عامه ځايونه د روسيې بريدونه، انځور - ارشيف

د ملګروملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګریفیتس Martin Griffiths هغه کړاو چې د اوکراین پر عامه تاسیساتو د روسیې د وروستیو حملو په نتیجه کې د دې هېواد پر خلکو راغلی غندلی دی.

د ملګروملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې په دې اړه د ښاغلي ګریفیتس خبرې، د اوکراین لوېدیځو متحدانو وستایلې، خو روسیې یې کلک مخالفت وکړ.

ګریفیتس د دې حملو په نتیجه کې د خلکو د مړینو، بې‌ځایه کېدلو او کړاونو ارقام هم وړاندې کړل او ویې ویل، د اوکراین له ۱۴ میلیون زیات وګړي له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي چې ۷،۸ میلیون اروپا او ۶،۵ میلیون نور په اوکراین کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري چارو مشر همدا راز وویل، د اوکراین په جګړه کې تر دې دمه د ۴۱۹ ماشومانو په ګډون ۱۷۰۲۳ ملکي وګړي وژل شوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو اداره په دې باور ده چې د وژل شویو کسانو اصلي ارقام تر دې خورا زیات دي.

امريکا له پولنډ سره د پوځي مرستو طرحه تأييد کړه

د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پولنډ ته د ۳،۷۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ابرامز په نوم ټانکونو، پوځي وسایطو او مهماتو د ورکولو احتمالي طرح تایید کړه.

په یوه بیان کې چې پنټاګون بېګاه خپور کړ، د دې معاملې خبر ورکړل شوی.

له دې څو میاشتې مخکې متحدوایالتونو پولنډ ته د یوبل ډول امریکايي ټانک د پېرلو اجازه هم ورکړې وه.

پولنډ چې غواړي خپل پوځ په عصري وسایلو سمبال او پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ځان له نوي جیوپولیتیک حالت سره سم کړي، د دې نوې طرحې له مخې د دې ټانکونو دواړه ډولونه پېرلای شي.

د چين ولسمشر په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي

د چین ولسمشر شی جین پینګ

د چین ولسمشر شی جین پینګ په یوه درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي او د تېلو د دغه ستر تولیدونکي هېواد له پاچا سره ګوري.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس له‌مخې شی جین پینګ به نن چهارشنبه سعودي ته روان شي.

دا له ۲۰۱۶ کال وروسته سعودي ته د نوموړي لومړنی او د کرونا له وبا وروسته بهر ته د هغه درېیم سفر دی.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د سعودي عربستان او امریکا اړیکې د انرژۍ، سیمه‌ییز امنیت او بشري حقونو د اندېښنو له کبله خړې پړې شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG