د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۰۵

افغانستان

د جنسي تېري په تور جرمني کې د يو سرتېري محاکمه پيل شوې

د جرمني بيرغ

د جرمني یوې محکمې پرون د پوځ د هغه سرتېري محاکمه پیل کړه چې پر یوې پخوانۍ ښځینه سرتېرې په جنسي تېري تورن دی.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې پېښه دوه کاله مخکې د افغانستان د بلخ ولایت په مارمل کمپ کې د جرمني د پوځي مأموریت پر مهال شوې وه.

تورن ۳۶ کلن سرتېري د بایرن ایالت محکمې ته وویل چې ده پر هغې ښځینه سرتېرې کوم فشار نه‌و راوستی، بلکې هغه موافقه وه خو په صورت دعوا کې ویل شوي چې تورن خپله قرباني د وسلې په زور مجبوره کړې وه.

ټاکل شوې چې محکمه به د نومبر په نیمايي کې د دې قضیې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې د جرمني پوځي مأموریت د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې پای ته ورسېد.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټوماس وېسټ: افغانان خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي اړتیا لري

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د طالبانو له خوا د ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا راډیو د نشراتو بندول وغندل.

نوموړي پرون په یوه ټوېټ کې وویل چې افغانان اړتیا لري چې خپلواکو رسنیو ته لاسرسی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند نېډپرایس هم په یوه ټوېټ کې ویلي چې متحده ایالات په پراخه کچه خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي د حق ملاتړ کوي.

هغه ویلي، د طالبانو له خوا په افغانستان کې د امریکا غږ راډیو او ازادي راډیو د نشراتو بندول، د هغوی د ظالمانه اقداماتو په اوږده فهرست یو بل هم زیاتوي.

نېډپرایس زیاته کړې چې د افغانستان خلک د دې مستحق دي چې خپلواکو خبرونو ته لاسرسی ولري.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ازادي راډیو او د امریکا غږ راډیو، د اېف اېم او اې اېم څپې بندې کړي چې دواړو راډیوګانو به ۲۴ ساعته پرې خپرونې کولي، خو زموږ او د امریکا غږ راډیو خپرونې پر نورو ټولنیزو شبکو سربېره پر لنډو څپو دوام لري.

تردې مخکې د طالبانو پر دې پرېکړې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارو هم انتقاد کړی و او هغه یې خلکو ته د ازادو معلوماتو د رسېدو په لاره کې خنډ بللې.

یوناما او ترکیې په کابل کې د پاکستان پر سفارت پرونی برید وغانده

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په کابل کې د پاکستان پر سفارت پرونی برید په کلکه وغانده.

یوناما په یوه ټوېټ کې د دغه برید ټپیانو ته د عاجلې روغتیا د هیلې ترڅنګ یوازې دومره ویلي چې ډیپلوماتیک ماموریتونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت هم په یوه ټوېټ کې د پاکستان پر سفارت د برید په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړې او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.

په دغه برید کې چې مسوولیت یې تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، د پاکستان د سفارت سرپرست او شارزدافیر ته زیان نه دی رسېدلی، خو د هغه یو پاکستانی ساتونکی سخت ټپي شوی دی.

د دایکندي پېښې په تړاو د بېړنۍ، بې پرې او رڼو څېړنو غوښتنه وشوه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د هغو راپورونو په اړه چې وایي، طالبانو په دایکندي ولایت کې د دوو هزاره کورنیو یو شمېر غړي وژلي، د بېړنۍ، بې پرې او رڼو څېړنو غوښتنه وکړه.

ښاغلي بینیټ پرون په یوه ټوېټ کې وویل چې د نومبر په ۲۴ په دې پېښه کې په وژل شویو کې یوه ښځه او درې ماشومان هم شامل دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هغه مهال ویلي و چې وژل شوي کسان ټول وسله وال و چې له تسلیمېدو یې ډډه کوله.

هغه دا خبره رد کړه چې په دې پېښه کې دې ښځو او ماشومانو ته زیان رسېدلی وي.

طالبان: په خوست کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د قاچاق په تور ۳ کسان نیول شوي

ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په خوست کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د قاچاق په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دې وزارت پرون په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دې وزارت منسوبینو دغه درې تنه د دې ولایت په کونډیو سیمه کې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

چارواکو ویلي دوی غوښتل چې یوه بې پیلوټه الوتکه چې د پخواني حکومت له یوه کانټینره یې ښکته کړې او له ځان سره ساتلې وه، یوه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړي او پر دونیم لکه امریکایي ډالرو یې وپلوري.

د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو په لسګونو الوتکې د تېرکال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم ګاونډیو هېوادونوته لېږدول شوي چې ډېرې یې تراوسه بېرته افغانستان ته نه دي ورګرځول شوي.

ملګري ملتونه: په دایکندي کې مو ۱۷۰۰ کسان پر کارونو ګومارلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د دایکندي ولایت موقعیت

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، په دایکندي ولایت کې یې ۱۷۰۰ کسان پر کارونو ګومارلي چې د کار په بدل کې به پیسې ورکوي.

دغې ادارې په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه کسان به د سړکونو د ترمیم او رغونې کارونه مخ ته وړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دایکندي ولایت چې سږکال سېلابونو ویجاړ کړی اوس دلته واوره شوې او د دغو کسانو ګومارنه به له دولس زره کورنیو سره مرسته وکړي چې له سخت او اوږده ژمي څخه روغ ووځي.

د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې درې ميليونه او ۴ لکه کسان بې‌ځايه شوي دي

ارشيف

د کډوالو عالي کمېشنري وايي، افغانستان کې درې ميليونه او ۴ لکه کسان بې‌ځايه شوي دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي، په افغانستان کې دا مهال د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر درې ملیونه او ۴ لکو ته رسېږي، چې تر نیمايي زیاته برخه یې ښځې او نجونې دي.

په افغانستان کې د دې ادارې څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، جبري بې‌ځایه کېدل د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د خطر د جدي کېدو سبب کېږي او دا د دې وخت دی، چې له بشري حقونو د سرغړونې دغه لړۍ ودرول شي.

د نوامبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ وه، چې له هغې نېټې راهیسې د دې ستونزې د حل لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی.

راشد خان د ممبيي 'کیپ ټاون' لوبډلمشر وټاکل شو

راشد خان

د سویلي افریقا په سوداګریز لیګ کې د ممبيي کیپ ټاون لوبډلې په خپلو ټولنیزو پاڼو خبر ورکړی دی چې افغان لوبغاړی راشد خان یې خپل لوبډلمشر ټاکلی دی.

راشدخان تر دې وړاندې د هندوستان غوره لیګ د تېر کال په سیالیو کې د ګجرات ټایټانز مرستیال لوبډلمشر و.

نوموړي په نړیواله کچه دوه ځل د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشري هم کړې ده، خو دواړه ځل له لوبډلمشرۍ لاس په سر شوی دی.

د سویلي افریقا لیګ لومړی سېزن به د راتلونکي زېږدیز کال (۲۰۲۳ ) په جنورۍ میاشتې کې پيل شي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبان دې د رسنيو له ځپلو لاس واخلي

د ازادي راډيو لوګو

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې CPJ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې په افغانستان کې د رسنیو ځپل بند کړي.

يادې ټولنې له طالبانو غوښتي چې، د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو د FM او منځنیو خپرونو بیا پیل ته اجازه ورکړي.

د CPJ د اسیايي پروګرام مشرې بيه لیه یي Beh Lih Yi په هغه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د طالبانو دا اقدام ښيي چې دوی د رسنیو د ازادۍ د تضمین په برخه کې له خپلو ژمنو په شا شوي دي.

هغې زیاته کړه چې طالبان باید سمدستي د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو پر خپرونو بندیز لیرې کړي.

له طالبانو د پاکستان غوښتنه: د افغانستان له خاورې پر پاکستان د تروريستي بريدونو مخه ونيسئ

انځور - ارشيف

پاکستان حکومت له افغان طالبانو غوښتي دي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د تروریستي حملو مخنیوی وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله خان پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د پاکستاني طالبانو وروستۍ ادعا چې د کوټې حمله دوی کړې ده، دا ګواښ چې افغانستان به د تروریستانو لپاره په خوندي ځای بدلېږي رامنځته کوي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د بلوچستان په پلازمېنه- کوټه کې په یوه چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

په دې حمله کې هغه پولیس په نښه شول چې د پولیو پرضد د واکسین د کمپاینرانو امنیت یې نیولی و.

کابل پريس کلب: طالبان د رسنيو ازادۍ ته ژمنتيا نه‌لري

د ازادي راډيو لوګو

کابل پریس کلب وايي چې طالبانو د ازادي راډیو پر خپرونو په بندیز لګولو سره یو ځل بیا خپله کمزوري وښودله او ښکاره یې کړه چې دوی په هېڅ ډول د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمنتیا نه‌لري او په دې برخه کې له استبداد څخه کار اخلي.

د رسنیو د ملاتړ دې ادارې په یوه بیان کې چې بېګا ناوخته یې خپور کړ د طالبانو دا اقدام د بیان د ازادۍ او بشري قوانینو خلاف کار بللی او ویلي یې دي چې له ولس څخه د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق اخیستل جرم دی.

کابل پریس کلب له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره تړل شویو رسنیو ته د خپرونو اجازه ورکړي.

له پرون راهيسې طالبانو افغانستان کې د ازادي راډيو او امريکا غږ اشنا راډيو اف ام نشرات بند کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG