د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۷

افغانستان

د طالبانو حکومت د اته کانونو د استخراج قراردادونه لاسليک کوي

مس عينک کان

د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت وايي، راتلونکې میاشت به په هرات او غور ولایتونو کې د ۸ کانونو قراردادونه لاسلیک کړي.

د دغه وزارت د ویاند عصمت الله برهان په وینا د دغو کانونو د استخراج لپاره ۲۵۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې غور پرې روان دی.

ده دا هم وویل چې، د غوري د اوسپنې د کان د استخراج لپاره یې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو وړاندیزونه ترلاسه کړي او ژر به له ګټونکي شرکت سره قرارداد لاسلیک شي.

پر طالبانو نيوکه دا ده چې د کانونو په استخراج کې بېړه کوي چې تر ډېره يې ګټه افغانانو ته نه، بلکې ګاونډيو هېوادونو ته رسيږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

وېسټ: د طالبانو مشروعیت له ښځو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی

توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت په دې پورې تړلی چې دوی له ښځو او نجونو سره څه ډول چلند کوي.

ښاغلي وېسټ پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات هم له ښځو سره د طالبانو په چار چلند پورې اړه لري.

نوموړي ویلي، افغانستان کې یې د ده په ټکو د خرابېدونکي بشري وضعیت په تړاو د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي سره په اماراتو کې خبرې کړي دي.

طالبانو د بشري وضعیت د اندېښنو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو دفاع وزارت یې وړمه ورځ ویلي و چې مشرتابه یې امریکایي استازي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به چاته ګواښ نه پېښیږي.

پر امریکا سربیره نورو هېوادونو هم د طالبانو رسمیت پېژندل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ټینګښت پورې تړلي دي.

يوناما: هر ډول شرايطو کې د اعدام سزا مخالف يو

انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د طالبانو له‌خوا د قصاص د حکم په غبرګون کې وایي، ملګري ملتونه په هر ډول شرایطو کې په کلکه د اعدام د سزا مخالف دي.

یوناما پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې فرا کې په عام محضر کې د یو کس له قصاصه خبر شوي او دغه بنسټ د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د اعدام سزا د لغوې لپاره سملاسي لاس په کار شي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته لومړنی قصاص پرون په فرا ولایت کې ترسره شو چې غبرګونونه یې وپارول.

طالبان وایي، د قصاص دغې پېښه کې محکوم شوی کس د یوه مقتول د پلار له‌خوا درې ډزه وویشتل شو.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د اعدام هر ډول حکم د ژوندانه له حقه سرغړونه ده او په عام محضر کې یې پلي کول انساني کرامت ته سپکاوی دی.

د ايمرجنسي روغتون دفتر: څه باندې ۹ مليون افغانان له لومړنيو روغتيايي خدماتو برخمن شوي

انځور - ارشيف

د ایمرجنسي روغتونونو مرکزي دفتر وايي، په افغانستان کې څه باندې ۹ ملیون کسان د دوی له لومړنیو صحي خدماتو برخمن شوي دي.

دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دوی په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو اولنی مرکز ۲۳ کاله مخکې پرانیست، خو اوس په افغانستان کې د لومړنیو خدماتو او اساسي خدماتو د هغو مرکزونو شمېر تر ۴۰ اوړي، چې ایمرجنسي یې چلوي.

په ایمرجنسي روغتونو او اړوندو روغتیايي مرکزونو کې یې تر ډېره د جګړې د قربانیانو د ټپیانو درملنه کېږي.

ريچارد بېنيټ افغانستان کې د ملکيانو د خونديتوب لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې

ريچارد بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د ملکیانو د خویندیتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ریچارد بېنیت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې په بلخ او ننګرهار کې وروستیو چادونو ته په اشاره چې ملکیانو ته یې هم مرګ‌ژوبله اړولې وه دا موضوع یاده کړې ده.

د سې شنبې په ورځ د جلال اباد د صرافۍ په مارکېټ کې چاودنې ۶ کسان ټپیان کړل، دغه راز په بلخ کې هم یوې چاودنې ۷ ووژل او ۶ نور ټپیان کړل.

په مړو او ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په مزار شریف او جلال اباد کې لږ تر لږه ۳۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوناما وايي په جلال اباد کې د وروستیو حملو له کبله د سېکهانو یو عبادت‌ځای هم اغېزمن شوی دی.

طالبانو د پنځه داعش وسله‌والو د نيونې خبر ورکړی

انځور - ارشيف

د طالبانو استخباراتي ادارې، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پنځو مشکوکو غړو د نیولو خبر ورکړ.

دغې ادارې پرون (د ډسمبر ۷مه) د تورنو کسانو د اعترافونو ویډیوګانې هم خپرې کړي او ویلي یې دي، چې دوی د طالبانو د یوه وتلي غړي، رحیم اله حقاني قاتلان وو.

دا لا معلومه نه‌ده، چې دغه اعترافونه په څه ډول شرایطو کې اخیستل شوي دي.

د طالبانو د استخباراتو په وینا تورن کسان د یو لړ پېچلو عملیاتو پر مهال نیول شوي او دوی په څو نورو پېښو کې هم لاس درلود.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي او څو بریدونو مسوولیت یې منلی دی.

يونېسف: ۱۱ ورځې وروسته د ګوزن خلاف وروستی کمپاين پيليږي

د پوليو واکسين تطبيق، انځور - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ګوزڼ یا پولیو خلاف د روان میلادي کال وروستی کمپاین له نن څخه ۱۱ ورځې وروسته پیلېږي.

په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه، ازادۍ راډیو ته وویل، په پام کې ده په دې کمپاین کې ۷ ملیونه ماشومان واکسین شي.

نوموړي وويل: "د پولیو راروان کمپاین د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه پیلېږي، په ۲۵ ولایتونو کې به عملي شي. په دې کمپاین کې به ۷ ملیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي."

سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې پېښې، خو په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې دي.

د المپيک کمېټه: که طالبان نجونو ته د ورزش اجازه ورنه‌کړي د دې کمېټې لوبو کې ګډون نه‌شي کولی

د المپيک نړيواله کمېټه

د المپیک نړیوالې کمېټې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د افغانستان ګډون به یوازې د ښځو او نجونو سپورت ته د اجازې ورکولو له شرط سره تړلی وي.

طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لګولو په ترڅ کې د ښځو پر سپورت هم بندیز لګولی.

د المپیک د نړیوالې کمیټې اجراییه بورډ د سویس په لوزان ښار کې پخپله پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو پر سپورتي لوبو د طالبانو د محدودیتونو په اړه د یوه بشپړ راپور له اورېدو وروسته له دې کبله سخته اندېښنه وښوده او په کلکه یې وغندل، خو دې کمېټې طالبانو ته کوم ضرب الاجل ونه ټاکه.

د المپیک نړیوالې کمېټې له غونډې وروسته په یوه بیان کې له طالبانو وغوښتل چې د پاریس په المپیک کې د افغانستان د ټیمونو په ترکیب کې نجونو ته هم ونډه ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ پرون د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتنه وکړه چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په خاطر دې افغانستان ته په نړیوالو سپورتي لوبو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

يعقوب مجاهد ټام وېسټ ته: د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښېږي

يعقوب مجاهد

د طالبانو د حکومت دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ته ډاډ ورکړی چې، د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښیږي.

مجاهد او وېسټ پرون د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې سره وکتل او د طالبانو د دفاع وزارت یې د خبرو اترو جزیات خپاره کړي.

محمد یعقوب مجاهد او ورسره پلاوی یې له تېرو دوو ورځو راهیسې په اماراتو کې دی او هلته یې د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره هم په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

طالبان دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادنو ویلي، افغانستان کې لا هم نړیوالې او سیمه‌ییزې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او ورته نور وسله‌وال ګروپونه فعالیت لري.

امریکا په تېره اګست میاشت کې د القاعده مشر ایمن الظواهری په کابل کې وواژه.

تېرو څو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مهم قومندانان په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې وژل شوي دي.

لنکا سوداګریزې سيالۍ د افغان لوبغاړو په ګډون پيل شوې

د لنکا غوره ليګ

د سرېلانکا کرېکټ بورډ ادارې له لوري د لنکا غوره لیګ شل اوریزو سياليو درېيم پړاو نن پيل شو.

دغه سيالۍ چې د پينځو لوبډلو په ګډون پيل شوي دي پر افغانستان سربېره د نورو هېوادونو لوبغاړي هم په‌کې برخه لري.

د افغانستان له لوري په دې سيالیو کې رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، فضل الحق فاروقي، نوراحمد، نوین الحق، کریم جنت او وقار سلام‌خېل په بېلابېلو لوبډلو کې اخيستل شوي دي.

په دې سياليو کې به ټولې ۲۴ لوبې ترسره شي او پایلوبه به یې د ډسمبر په ۲۳ نېټه ترسره شي.

د جلال اباد ښار صرافۍ مارکېټ کې چاودنه شوې

عاجل خبر

د جلال اباد ښار د صرافۍ په بازار کې نن ماسپښین مهال چاودنه وشوه.

عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د جلال اباد تلاشۍ چوک ته څېرمه د پیسو د تبادلې په بازار کې شوې او مرګ‌ژوبله هم لري خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

په سیمه کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نن له دې مخکې په مزار شریف ښار کې هم پر یو بس د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول.

په بلخ کې د طالبانو سیمه‌يیز چارواکي وايي،چاودنه سهار مهال د مزار شریف د درېیمې ناحیې په سیداباد څلور لارې کې د حیرتان د نفتي موادو د کار کوونکو د سپرلۍ د بس په لاره کې د یوه ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.

د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري تایید کړې ده چې چاودنې شپږ کسان وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي.

د ښاغلي وزیري په وینا ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG