د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۲۴

د غېږنېونې دوو امریکايي لوبغاړو د سرو زرو مډالونه وګټل


ډېوېډ ټېلر

د نړۍ د غېږنېونې په اتلولۍ لوبو کې امریکايي لوبغاړو ډېوېډ ټېلر او جورډن بورو د سرو زرو مډالونه وګټل.

د غېږنېونې نړیوالې اتلولیزې پایلوبې پرون د صربستان په پلازمینه بلګراد کې وشوې.

ډېوېډ ټېلر په ۸۶ کیلو وزن کې ۷ پر ۱ د نړۍ اتل حسن یزداني مات کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

په تېرو اتلوليزو لوبو کې یزداني ټېلر ته ماته ورکړې وه خو دا وار ډېوېډ په دې بریا خپل غچ واخیست.

اخوا په ۷۹ کیلو وزن کې پایلوبه د امریکايي جورډن بورو او ایراني محمد ناخودي تر منځ وشوه چې ۴ پر ۲ د امریکایي لوبغاړي په بریا پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG