د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۰۵

افغانستان

د طالبانو حکومت: يوه مياشیت کې د سېلابونو او زلزلو له امله ۲۰۰ تنه مړه شوي

لغمان کې د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې د سېلونو او زلزلو له کبله په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مړه شوي او ۲۶۵ نور ژوبل شوي دي.

سږ کال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د زلزلو، سېلونو او توپانونو له کبله د مرګ‌ژوبلو ترڅنګ خلکو ته سخت مالي تاوانونه اوښتي دي.

له پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې، طبیعي پېښو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له حاصل سره ویجاړه کړې او دغه راز یې ګڼ کورونه وران کړي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د پېښو له زیانمن شویو سره یې مرستې کړي خو زیانمن شوي وايي چې مرستې ورسره نه‌دي شوي او که شوي هم وي بسنه نه کوي.

د طالبانو حکومت له نړيوالو هم غوښتي چې د افغانستان د طبعي پېښو له امله زيانمنو شويو افغانانو سره مرستې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصاد 'مصيبت زېږونکی' سقوط کړی

ملګرو ملتونو راپور کې راغلي، افغانستان ۹۷سلنه خلک د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې " مصیبت زیږونکی" سقوط کړی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې، د افغانستان ۹۵ تر ۹۷ فیصدو پورې وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې، د تېر کال په اګست کې هم د افغانستان ناخالصه عواید ډېر کم وو.

فرانس پریس خبري اژانس د "یو.ان.ډي.پي" د اسیا پاسفیک څانګې د مشرې کانی ویګناراجا له قوله ویلي، د افغانستان ناخالصه عوایدو ته تېر یوه کال کې پنځه میلیارده ډالره زیان اوښتی.

نوموړې ویلي، د تېر کال له اګسته په افغانستان کې د توکو بیې هم ۳۵ سلنه لوړې شوي دي.

طالبانو کابل کې د دوه انسان تښتونکو د وژنې او دوه برمته شويو د ژغورنې خبر ورکړی

طالب عسکر

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې یې دوه انسان تښتونکي وژلي او دوه تنه برمته شوي کسان یې د هغوی له منګولو ژغورلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند انعام الله سمنګاني پرون په یوه ټویټ کې هغه ویډیو خپره کړې چې برمته شوي کسان وايي، د طالبانو د استخباراتو له لوري خوشې شوي دي.

د هغوی یو تن، چې خپل نوم حاجي معلم ښېي، وايي چې تښتوونکو ورڅخه سلګونه زره ډالره غوښتل.

دواړو برمته شویو ویلي چې په کابل کې وتښتول شو خو په دې اړه یې څه نه‌دي ویلي چې کله برمته شوي وو.

د طالبانو دفاع وزارت خپلو عسکرو ته پوځي رتبې ورکوي

طالب عسکر - ارشيف

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت غواړي چې خپلو کسانو ته پوځي رتبې ورکړي.

د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دې هدف لپاره د رتبو د تثبیت کمېسیون پرون (چهارشنبه) په کار پیل وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کمېسیون به تعلیمي او جهادي اسنادو ته په کتو خپلو کسانو ته مناسبې پوځي رتبې ورکوي.

تر دې مخکې ياد وزارت ويلي، سلګونه زره عسکرو ته يې پوځي رزونه ورکړې ده او لا هم هڅه کوي چې خپل پوځيان و روزي.

د خوړو او کرنې سازمان له دوه ميليونه ډېرو افغانانو سره د کرنې برخه کې مرسته کوي

افغان کروندګر - ارشيف

د ملګروملتو د خوړو او کرنې سازمان وايي په څو اوونیو کې به په افغانستان کې له دوه میلیونه او ۷ لکه تنو سره د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د خوړو او کرنې د سازمان استازي دیک ترانشد ویلي چې د سږ کال تر پایه به د کرنې په برخه کې خپلې مرستې څه باندې ۹ میلیون تنو ته ورسوي.

د ده په وینا، کرنه په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د اقتصاد لپاره د ملا تیر بلل کېږي خو وروستیو وچکالیو په دې برخه کې د افغانانو اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

د طالبانو حکومت د اته کانونو د استخراج قراردادونه لاسليک کوي

مس عينک کان

د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت وايي، راتلونکې میاشت به په هرات او غور ولایتونو کې د ۸ کانونو قراردادونه لاسلیک کړي.

د دغه وزارت د ویاند عصمت الله برهان په وینا د دغو کانونو د استخراج لپاره ۲۵۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې غور پرې روان دی.

ده دا هم وویل چې، د غوري د اوسپنې د کان د استخراج لپاره یې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو وړاندیزونه ترلاسه کړي او ژر به له ګټونکي شرکت سره قرارداد لاسلیک شي.

پر طالبانو نيوکه دا ده چې د کانونو په استخراج کې بېړه کوي چې تر ډېره يې ګټه افغانانو ته نه، بلکې ګاونډيو هېوادونو ته رسيږي.

برېتانيا د افغانانو لپاره د سکالر شيپ پروګرام پرانيست

د برېتانيا بيرغ

د برېتانیا حکومت پرون اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د سکالرشیپ پروګرام پرانیست.

د برېتانیا د بهرنیو، کامنویلت او پراختیايي ادارې له خبرپاڼې سره سم، افغانستان د دې پروګرام مستحق پېژندل شوی او افغان محصلان اوس د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ کال لپاره تقاضا کولی شي.

دې ادارې په عین حال کې ویلي، یوازې هغه افغان محصلان تقاضا کولی چې له افغانستانه بهر دي ځکه هغه محصلان چې په افغانستان کې اوسي، ممکن امنیتي ستونزې ولري.

ایمرجنسي روغتون: کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي

ارشیف

د ایمرجنسي روغتون وايي، په کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

دا روغتون چې د ایټالیا د یوې غیردولتي موسسې په مرسته چلېږي، په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې تر چاودنې وروسته دوی ته ۲۰ تنه وروړل شوي دي چې دوو یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استولي پیغام کې هغه راپور رد کړی چې مخکې ویل شوي و چې دا چاودنه د کورنیو چارو د وزارت دننه په جومات کې شوې ده.

دی وایي چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې دا چاودنه شوې ده چې هلته د کورنیو چارو د وزارت ځیني کارکوونکي هم لمونځ کوي.

د تېرې نږدې یوې اونۍ په ترڅ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په کابل کې کېږي.

نږدې دوه اونۍ مخکې د کابل په وزیر محمد اکبرخان جومات ته څېرمه د چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ننګرهار کې معترضې نجونې: موږ پښتانه هزاره ګان يو د خپلو خويندو غچ به اخلو

ارشيف

د ننگرهار په مرکز جلال‌اباد کې نن سهار یو شمېر نجونو او ښځو پر کاج ښوونیز مرکز‌ د برید په غبرگون‌ کې اعتراض‌ کړی‌.

دوی په هغو بېنرونو‌ کې چې له ځان سره یې لېږدول لیکلي و «موږ پښتانه هزاره‌گان‌ یوو او د خپلو خویندو او وروڼو غچ به اخلو.»

معترضینو نجونو او ښځو همدا ډول د افغانانو ترمنځ د یووالي شعارونه ورکول او د عدالت غوښتنه یې کوله‌.

دا له کابل، هرات، بامیان او مزار شریف وروسته، په جلال‌اباد کې د ښځو راټولېدنه ده چې د افغانانو د خونديتوب او د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي‌.

د تېرې جمعې په ورځ پر کاج ښوونیز مرکز برید کې د یوناما د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۵۳ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

د قربانيانو لوی اکثریت نجونې او ځوانې ښځې دي‌.

طالبان: د داعش ډلې د بهرنيو اړيکو مالي مسؤل مو نيولی

ارشيف

د طالبانو د حکومت استخبارات وايي، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د 'خوارجو' د ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي چارو مسؤل نیولی دی.

طالبان د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړو لپاره کاروي.

په یوه بیان کې چې بېګا د استخباراتو پر رسمي ټویټر خپور شو ویل شوي چې د مالکي په مستعار نوم دې تورن کس د اوکرايین، جرمني او اسپانیا په ګډون له نورو هېوادونو څخه مالي مرستې د دوی په وینا د خوارجو ډلې ته راوړلې او د دې ډلې د جلب او جذب مسوول هم و.

طالبانو د دوحې په تړون کې له متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره موافقه کړې وه چې د ترویستي ډلو فعالیت ته به اجازه نه ورکوي خو له تېر یوه کال راهیسې د دوی حکومت له دې تورونو سره مخامخ دی چې د القاعده شبکې په ګډون یې تروریستانو ته په افغانستان کې ځالې ورکړې دي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله له پاکستان او بنګله دېش سره دوه تمريناتي لوبې کوي

ارشيف

په پام کې ده د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم، د پاکستان او بنګله دېش په وړاندې د نړیوالو شل اووره مسابقو په لړ کې دوه تمریناتي لوبې وکړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د خپاره شوي مهالوېش له مخې د سږ کال تر شل اووره مسابقو مخکې به د افغانستان ټیم د اکتوبر پر ۱۷مه د بنګله دېش او د اکتوبر پر ۱۹مه د پاکستان په وړاندې مسابقه وکړي.

په اسټرالیا کې دغه شل اووره نړیوالې مسابقې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه پیلېږي او د نوامبر میاشتې تر ۱۳مې دوام کوي.

افغانستان به خپله لومړۍ رسمي مسابقه د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان په وړاندې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG