د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۴۴

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ پایلوبه ده


د پاکستان او سریلانکا د کرکټ لوبډلو لوبغاړي د لوبې پرمهال

د کرکټ د اسیايي جام پایلوبه یا فاینل مسابقه نن مازیګر د پاکستان او سریلانکا ترمنځ کېږي.

د دوبۍ د کرکټ په میدان کې دغه مسابقه د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیمې بجې پیلېږي.

د اسیايي جام په دغو مسابقو کې افغانستان هم ګډون درلود، چې په خپل ګروپ کې یې دوې مسابقې وګټلې او د څلورو غوره ټیمونو پړاو ته یې لار پیدا کړه.

خو افغانستان د څلورو غوره ټیمونو په پړاو کې خپلې ۳ مسابقې سریلانکا، پاکستان او هند ته وبایللې او له پاتې لوبو پاتې شو او ملي لوبډله پرون کابل ته ستنه شوه.

XS
SM
MD
LG