د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۱۴

نړۍ

پیټر سیجارتو: روسيې ته وړاندې شوې بيه به اروپا ته د ګازو د بندېدو سبب شي

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارتو

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارتو د اروپایي ټولنې د انرژۍ د وزیرانو تر غونډې مخکې خبرداری ورکړ چې روسیې ته د ګازو وړاندې شوې بیه به د مسکو له لورې اروپا ته د ګازو د بندېدو سبب شي.

سیجارتو نن په فېسبوک کې دې مسالې ته اشاره کړې ده.

تمه ده چې د اروپایي ټولنې د انرژۍ وزیران نن د انرژۍ په نرخونو کې د زیاتوالي پر مساله خبرې وکړي.

د چک جمهوریت د صنعت وزیر جوزف سیکیلا چې هېواد يې د اروپایي ټولنې مهالنۍ مشري کوي د اوونۍ په پیل کې ویلي و چې، د روسیې ګازو ته باید د بیو مشخص وړاندیز و نه‌شي او په بروکسل کې د انرژۍ د وزیرانو په غونډه دې پر دې موضوع بحث نه کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

شمالي کوريا نن دوه بالستيک توغندي توغولي دي

ارشيف

جنوبي کوریا وایي، شمالي کوریا نن سهار وختي دوه بالستیک توغندي وتوغول.

د جرمني ډي.پې.اې خبري اژانس ویلي، پیونګ یانګ دوه توغندي له سامسوک سیمې نه د جاپان سمندر غاړې ته توغولي.

د جاپان د صدر اعظم دفتر په یوه ټویټ کې د شمالي کوریا له‌خوا پرله‌پسې توغندي د نه منلو وړ بللي دي.

د ملګرو ملتونو په یوه پرېکړه لیک کې شمالي کوریا د هغو بالستیک توغندیو له توغولو منعه کړې چې هستوي سرګلولې لېږدولی شي.

اروپايي ټولنه پر روسيې د بنديزونو اتم پړاو په اړه موافقې ته رسېدلې

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونه بيرغونه

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤله وايي، د دې اتحادیې غړي هېوادونه پر روسیې د بندیزونو د اتم پړاو په اړه موافقې ته ورسېدل.

جوزیپ بوریل پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې، دا بندیزونه به د روسیې صادرات او واردات، چې د ده په باور د ولادیمیر پوتین جنګي ماشین پیاوړی کوي، ډېر محدود شي.

ده دا هم وویل چې اروپا جدي او چټکې هڅه پیل کړي چې د روسیې پر انرژۍ له اتکا خلاصه شي.

دا بنديزونه وروسته له هغه لګول کېږي چې روسيې د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې له خپلې خاورې سره ملحق کړې.

ايلن ماسک په ۴۴ ميليارده ډالره د ټوېټر شبکې اخيستلو ته راضي شوی

ايلن ماسک

ټوېټر او د ټیسلا اجرايي ريیس ایلن ماسک وايي، د ټویټر پر سر موافقې ته رسېدلي دي.

ټوېټر اعلان وکړ چې ایلن ماسک په ۴۴ میلیارد ډالره د دې ټولنیزې شبکې اخیستلو ته راضي شوی دی.

ټوېټر وايي چې د دې معاملې پر اساس به د ټوېټر هره ونډه په ۵۴ اعشاریه ۲۰ ډالره پلوري.

د دې خبر له اعلانېدو وروسته د ټویټر د هرې ونډې ارزښت ۲۲ سلنه لوړ شو.

د سږ کال په اپریل کې هم ایلن ماسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، په ۴۴ میلیارد ډالره د ټوېټر له رانیولو سره موافقه کړې وه خو بېرته پښېمانه شو او د دې مسلې پر سر د دواړو خواوو ترمنځ حقوقي دعوه پیل شوه.

امريکا: اوکرايين ته نږدې د روسيې له‌خوا د اټومي وسلو کارولو ته تياری نه‌شو تأييدولی

روسي ځواکونه په اوکرايين کې

امریکايي چارواکي وايي، داسې معلومات نه‌لري چې د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړي چې ګنې روسیه به په اوکرایين کې یا اوکرايین ته نږدې د جګړې په ډګر کې د اټومي تاکتیکي وسلو کارولو ته د تیارۍ په حال کې وي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون (د اکتوبر ۴مه) وویل دې، په دې اړه چې روسیې ښايي تاکتیکي اټومي وسلې په اورګاډي کې لېږدولي وي، تر اوسه یوازې د ښکاره سرچینو په اساس راپورونه لیدلي دي او زیاته یې کړه چې د امریکا پوځ داسې څه نه‌دي لیدلي چې د خپلو اټومي وسلو په دریځ کې بدلون راولي.

په دې اړه پرون د سپینې ماڼۍ له ویاندې کارین ژان پیرې څخه هم وپوښتل شول او هغې په ځواب کې وویل چې متحدایالات د اټومي وسلو مسئلې ته په ډېر جدي نظر ګوري خو هغې زیاته کړه چې تر اوسه داسې نښې نښې نه دي لیدل شوي چې روسیه به حتما په اوکرايین کې له اټومي وسلو کار اخلي.

انګېلا ميرکل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جايزه وګټله

انګېلا میرکل

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګېلا میرکل پرون سې شنبه، د نانسن (Nansen) په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جایزه وګټله.

د هغې ستاینه وشوه، چې د خپل قدرت پر مهال یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره کلک هوډ درلود.

جرمني په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې یو ميلیون او ۲سوه زره پناه غوښتونکو ته هرکلی ووایه.

دا په سوریه کې تر جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لوی بحران ګڼل کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د مېرمن میرکل جرئت او زړه سوی وستایه.

انګیلا میرکل چې ۱۶ کاله یې د جرمني رهبري کړې وویل، هغه وضعیت اروپايي ارزښتونه له ازمېښت سره مخامخ کړل او دا له بشري چارې پرته بل څه نه و.

بلغاريا کې د وسلو په فابريکه کې د چاودنې له امله ۳ کسان مړه شوي

د بلغاريا نقشه

د بلغاریا په مرکزي برخه کې د وسلو په یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان ووژل او درې تنه نور ټپیان کړل.

سي نیوز (SeeNews) خبري اژانس راپور ورکړی، چې چاودنه د کازانلاک ښار د وسلو د تولید په فابریکه کې پرون شوې ده.

چارواکو ویلي چې د چاودنې د علت په باب څه ویل تر وخت مخکې خبره ده.

د دوی په خبره ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ایران مشر په دې هېواد د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د دې هېواد د چارواکو سره د قدم وهلو پرمهال

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په دغه هېواد کې د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله.

پرون روانو مظاهرو ته د خامنه یي په لومړني علني غبرګون کې نوموړي مظاهره کوونکي له امریکا او اسراییلو او له ایرانه بهر د ده په ټکو" دسیسه ګرو" ایرانیانو سره تړلي وبلل.

په ایران کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوي چې د اخلافي امنیت پولیسو یوه نجلۍ مهسا امیني د حجاب دسم نه مراعاتولو په تور توقیف او بیا یې تر شکنجې لاندې سا ورکړه.

چارواکو ویلي، مهسا د زړه د حملې له کبله مړه شوې، خو کورنۍ او ملاتړي یې بیا دا ادعا نه مني.

د اوکرايين پوځ: دونيڅک سيمه کې پرمخ‌تګ ته دوام ورکوو

اوکراييني ځواکونه د ليمان ښار له ازادولو وروسته په دونيڅک کې

د اوکرایين پوځ وایي، ځواکونه یې په دونیڅک سیمه کې پرمخ‌تګ ته دوام ورکوي.

یوه ورځ مخکې اوکرايیني ځواکونو د دې سیمې پر ستراتېژیک ښار لیمان بشپړه ولکه وروسته له هغې ټینګه کړه چې د اوکرایيني چارواکو په وینا په ختیځو سیمو کې روسي ځواکونو ته په جګړو کې ډېر تلفات واوښتل.

د اوکرایين د ختیځې برخې لپاره د دې هېواد د وسله‌والو ځوکونو ویاند سیرهي چیریواټي وویل اوکرایيني ځواکونو لیمان ته نژدې د تورسکې ښارګوټی پرون آزاده کړ او د لوهانسک سیمې په کریمینا کې هم د روسیې له پوځي جزوتامونو سره جګړه مخته وړي.

د اوکرایين د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز نن دوشنبې وویل، یوه ورځ مخکې په جګړو کې روسیې ته د ۳۲۰ سرتېرو تلفات اوښتي دي.

د ايران امنيتي ځواکونو تهران کې د پوهنتون له محصلانو سره شخړه کړې

ايران کې د پوهنتون محصلان

د ایران امنیتي ځواکونو د پلازمېنې تهران په یوه پوهنتون کې له محصلانو سره شخړه وکړه.

دا شخړه د هغو اعتراضونو پر مهال وشوه، چې په توقیف کې د یوې ځوانې ښځې مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوي دي.

دغه ښخه د سپټمبر پر ۱۶مه مړه شوه، هغه د ګشت ارشاد پولیسو له خوا د ادعا له مخې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه.

د هغې تر مړینې وروسته د ایران په عوامو کې غوسه زیاته شوې او په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه پیل شوي دي.

مظاهره چیان وايي مهسا امیني په توقیف کې د شکنجې په نتیجه کې وژل شوې ده.

نهه اروپايي هېوادونو د ناټو په سازمان کې د اوکرايين د غړيتوب د هڅو ملاتړ وکړ

ارشيف

د اروپا د ختیځ ۹ هېوادونو په ناټو سازمان کې د اوکرايین د بېړني غړیتوب د هڅو ملاتړ وکړ.

دوی د ناټو له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې اوکرايین ته د روسیې د غیر موجه یرغل په وړاندې جګړه کې وسلې او دفاعي تجهیزات ورکړي.

په دغه اړه پرون د چک جمهوریت، ایستونیا، لتویا، پولند، رومانیا، لیتوانیا، سلواکیا، شمالي مقدونیا او مونتی نګرو مشرانو یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

ناټو ۳۰ غړي لري او د هر بل هېواد غړیتوب ته باید ټول دغه هېوادونه مثبته رایه ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG