د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۲۹

نړۍ

بایډن اوکراین سره د مرستې لپاره د ۱۱،۷ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې

جوبایډن

ولسمشر جوبایډن د امریکا له کانګرس څخه غوښتي دي چې له اوکراین سره د ۱۱،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرسته تصویب کړي.

په دې مرسته کې هغه ۴۰ میلیارد ډالر نه دي شامل چې متحدوایالتونو یې له اوکراین سره مخکې تر دې ژمنه کړې وه.

سپینه ماڼۍ وايي چې په سلو کې پنځه اویا هغه مرستې چې په پوځي برخه او د مالي ملاتړ په برخه کې له اوکراین سره شوي دې هېواد ته ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې نوې مرستې به د نویو تجهیزاتو د پېرلو، د استخباراتي ملاتړ او د اوکراین د بودیجې په برخو کې ولګول شي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تراوسه لویدیځو هېوادونو او په سر کې امریکا له کییف سره د سلګونه میلیون ډالرو مرستې اعلان کړې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراييني پوځيانو د اشغال شويو سيمو د ازادولو لپاره ځوابي بريدونه ډېر کړي

اوکراييني پوځيان

اوکرایني پوځیانو د مسکو له لورې د اشغال شویو سیمو د ازادېدو لپاره ځوابي بریدونه زیات کړې دي چې روسیي ځواکونه یې په ځینو سیمو کې له ماتې سره مخامخ کړې دي.

دې بدلون د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن دې ته اړ کړ چې خبرداری ور کړي چې د کرملین له لورې د اټومي وسلو د استعمال خطر په تېرو شپږو لسیزو کې تر بل هر وخت زیات شوی دی.

ولسمشر بایډن پرون په نیویارک کې وویل، پوتین ټوکې نه‌کوي.

روسیې تېره اوونۍ نړیوال قانون تر پښو لاندې کړ او د اوکرايین څلور سیمې یې له خپلې خاورې سره الحاق کړې.

ولسمشر پوتین چې نن خپله اویایمه کلیزه لمانځي وویل، پر دغو سیمو د اوکرايین برید ته مسکو په دې سترګه ګوري لکه په روسیې چې حمله کوي او د خپلې دفاع لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

روبرتا ميتسولا: اروپايي ټولنه کولی شي پر روسيه نور بنديزونه هم ولګوي

روبرتا میتسولا

د اروپا د پارلمان رئیسه وايي د اروپایي ټولنې اتباع باید پوه شي د ډیموکراسۍ لپاره چې کومه قیمت ورکوي دوام پيدا کړي.

روبرتا میتسولا (Roberta Metsola) پرون (اکتوبر ۶) په پراګ کې د اروپا د سیاسي ټولنې د غونډې په څنډه کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې، اروپايي ټولنه کولای شي پر روسیې باندې د اوکرایین د ناحقه یرغل په سبب نور بندیزونه ولګوي.

میتسولا وویل، تل دا ممکنه ده چې نور خلک د اروپایي ټولنې د بندیزونو په لېست کې شامل شي.

د روسيې پر وړاندې د اروپايي ټولنې د بنديزونو اتمه بسته له تایید وروسته پرون (اکتوبر شپږمه) په رسمي ډول تصويب شوه.

روسیه وايي د اټومي شخړې د مخنیوي لپاره "کاملاً ژمنه" ده

د کرملين ماڼۍ

د کرملین وروستیو څرګندونو چې له اوکرايین سره د جګړې د پراخېدو په صورت کې اټومي وسلې یو انتخاب دی، د نړیوالو اندېښنې راپارولي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، د روسیې فدراسیون اټومي جګړې ته د اجازې د نه ورکولو اصولو ته ډېره پابنده ده.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او نورو جګپوړو روسي چارواکو په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې مسکو د «نويو الحاق شویو سیمو» په ګډون، د خپلو سیمو د دفاع لپاره له ټولو پوځي وسایلو د کار اخیستلو حق لري او په دې مسله کې «ټوکې» نه‌کوي.

په لوېدیځ کې ډېری دا څرګندونې د روسیې له‌خوا د یوه انتخاب په توګه د اټومي وسلو د کارولو په معنا ګڼي.

شمالي کوريا نن دوه بالستيک توغندي توغولي دي

ارشيف

جنوبي کوریا وایي، شمالي کوریا نن سهار وختي دوه بالستیک توغندي وتوغول.

د جرمني ډي.پې.اې خبري اژانس ویلي، پیونګ یانګ دوه توغندي له سامسوک سیمې نه د جاپان سمندر غاړې ته توغولي.

د جاپان د صدر اعظم دفتر په یوه ټویټ کې د شمالي کوریا له‌خوا پرله‌پسې توغندي د نه منلو وړ بللي دي.

د ملګرو ملتونو په یوه پرېکړه لیک کې شمالي کوریا د هغو بالستیک توغندیو له توغولو منعه کړې چې هستوي سرګلولې لېږدولی شي.

اروپايي ټولنه پر روسيې د بنديزونو اتم پړاو په اړه موافقې ته رسېدلې

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونه بيرغونه

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤله وايي، د دې اتحادیې غړي هېوادونه پر روسیې د بندیزونو د اتم پړاو په اړه موافقې ته ورسېدل.

جوزیپ بوریل پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې، دا بندیزونه به د روسیې صادرات او واردات، چې د ده په باور د ولادیمیر پوتین جنګي ماشین پیاوړی کوي، ډېر محدود شي.

ده دا هم وویل چې اروپا جدي او چټکې هڅه پیل کړي چې د روسیې پر انرژۍ له اتکا خلاصه شي.

دا بنديزونه وروسته له هغه لګول کېږي چې روسيې د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې له خپلې خاورې سره ملحق کړې.

ايلن ماسک په ۴۴ ميليارده ډالره د ټوېټر شبکې اخيستلو ته راضي شوی

ايلن ماسک

ټوېټر او د ټیسلا اجرايي ريیس ایلن ماسک وايي، د ټویټر پر سر موافقې ته رسېدلي دي.

ټوېټر اعلان وکړ چې ایلن ماسک په ۴۴ میلیارد ډالره د دې ټولنیزې شبکې اخیستلو ته راضي شوی دی.

ټوېټر وايي چې د دې معاملې پر اساس به د ټوېټر هره ونډه په ۵۴ اعشاریه ۲۰ ډالره پلوري.

د دې خبر له اعلانېدو وروسته د ټویټر د هرې ونډې ارزښت ۲۲ سلنه لوړ شو.

د سږ کال په اپریل کې هم ایلن ماسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، په ۴۴ میلیارد ډالره د ټوېټر له رانیولو سره موافقه کړې وه خو بېرته پښېمانه شو او د دې مسلې پر سر د دواړو خواوو ترمنځ حقوقي دعوه پیل شوه.

امريکا: اوکرايين ته نږدې د روسيې له‌خوا د اټومي وسلو کارولو ته تياری نه‌شو تأييدولی

روسي ځواکونه په اوکرايين کې

امریکايي چارواکي وايي، داسې معلومات نه‌لري چې د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړي چې ګنې روسیه به په اوکرایين کې یا اوکرايین ته نږدې د جګړې په ډګر کې د اټومي تاکتیکي وسلو کارولو ته د تیارۍ په حال کې وي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون (د اکتوبر ۴مه) وویل دې، په دې اړه چې روسیې ښايي تاکتیکي اټومي وسلې په اورګاډي کې لېږدولي وي، تر اوسه یوازې د ښکاره سرچینو په اساس راپورونه لیدلي دي او زیاته یې کړه چې د امریکا پوځ داسې څه نه‌دي لیدلي چې د خپلو اټومي وسلو په دریځ کې بدلون راولي.

په دې اړه پرون د سپینې ماڼۍ له ویاندې کارین ژان پیرې څخه هم وپوښتل شول او هغې په ځواب کې وویل چې متحدایالات د اټومي وسلو مسئلې ته په ډېر جدي نظر ګوري خو هغې زیاته کړه چې تر اوسه داسې نښې نښې نه دي لیدل شوي چې روسیه به حتما په اوکرايین کې له اټومي وسلو کار اخلي.

انګېلا ميرکل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جايزه وګټله

انګېلا میرکل

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګېلا میرکل پرون سې شنبه، د نانسن (Nansen) په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جایزه وګټله.

د هغې ستاینه وشوه، چې د خپل قدرت پر مهال یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره کلک هوډ درلود.

جرمني په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې یو ميلیون او ۲سوه زره پناه غوښتونکو ته هرکلی ووایه.

دا په سوریه کې تر جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لوی بحران ګڼل کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د مېرمن میرکل جرئت او زړه سوی وستایه.

انګیلا میرکل چې ۱۶ کاله یې د جرمني رهبري کړې وویل، هغه وضعیت اروپايي ارزښتونه له ازمېښت سره مخامخ کړل او دا له بشري چارې پرته بل څه نه و.

بلغاريا کې د وسلو په فابريکه کې د چاودنې له امله ۳ کسان مړه شوي

د بلغاريا نقشه

د بلغاریا په مرکزي برخه کې د وسلو په یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان ووژل او درې تنه نور ټپیان کړل.

سي نیوز (SeeNews) خبري اژانس راپور ورکړی، چې چاودنه د کازانلاک ښار د وسلو د تولید په فابریکه کې پرون شوې ده.

چارواکو ویلي چې د چاودنې د علت په باب څه ویل تر وخت مخکې خبره ده.

د دوی په خبره ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ایران مشر په دې هېواد د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د دې هېواد د چارواکو سره د قدم وهلو پرمهال

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په دغه هېواد کې د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله.

پرون روانو مظاهرو ته د خامنه یي په لومړني علني غبرګون کې نوموړي مظاهره کوونکي له امریکا او اسراییلو او له ایرانه بهر د ده په ټکو" دسیسه ګرو" ایرانیانو سره تړلي وبلل.

په ایران کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوي چې د اخلافي امنیت پولیسو یوه نجلۍ مهسا امیني د حجاب دسم نه مراعاتولو په تور توقیف او بیا یې تر شکنجې لاندې سا ورکړه.

چارواکو ویلي، مهسا د زړه د حملې له کبله مړه شوې، خو کورنۍ او ملاتړي یې بیا دا ادعا نه مني.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG