د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

نن د شپږیزې پایلوبه د بُست ساتونکو او سپين غر پړانګانو تر منځ ترسره کېږي


شپږيزه کرېکټ سيالۍ
شپږيزه کرېکټ سيالۍ

د کرېکټ بورډ د پاڼې د معلوماتو له مخې سپين غر پړانګانو چهارشنبه کابل بازانو لوبډله ماته کړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

تر دې مخکې د فاینل لومړني لوبېدونکي ټيم په سر باندې سپين غر له بُست سره مخ شوی و چې هلته یې ماته خوړلې وه.

دا اول وار دی چې بُست ټيم له هېڅ ماتې پرته پایلوبې ته ځي او سپین غر پړانګان د شپږیزې په اتو پړاونو کې دریم وار دی چې پایلوبې ته لار پیدا کوي.

کابل کې د شپږيزې کرېکټ سيالۍ له تېرو دوو اوونيو راهيسې روانې وې، چې نن يې پايلوبه ترسره کېږي.

دا سيالۍ چې ګڼ شمېر خلک يې ليدو ته ورتلل، د تېرې جمعې په ورځ په‌کې چاودنه وشوه چې يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG