د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې


ارشیف
ارشیف

کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه سیالۍ د ٢١ ولايتونو ٣٧٣ ورزشکارانو په ګډون نن دوشنبه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په جمنازيوم کې پيل شوې.

د دې ریاست په وینا، دغه سيالۍ چې د فزيکي سپورټ، فزيکي اتلتيک او بدن ښکلا په سبکونو سره پيل شوې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو له ترسره کېدو موخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل او په بهرنيو سياليو کې ګډون کول دي.

XS
SM
MD
LG