د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۰۹

خبرونه

د برېتانيا محکمې روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو پرېکړه تايد کړه

د برېتانيا او اروپايي ټولنې بېرغونه

د برېتانیا یوې محکمې روانډا ته ته د یو شمېر پناه غوښتونکو د لېږلو په اړه د حکومت پرېکړه تایید کړه.

د ېرېتانیا حکومت ویلي چې له دې ایسته یو شمېر مجرد پناه غوښتونکي له برېتانیا څخه روانډا ته لېږي او تر څو چې یې قضیې څېړل کېږي همالته به و اوسي.

د لندن د استناف محکمې له برېتانیا څخه روانډا ته د پناه غوښتونکو د استولو د پرېکړې د مخنیوي غوښتنه رد کړه او د حکومت فیصله یې تایید کړه.

دا پرېکړه د کډوالو د لویې کمېشنرۍ او د بشري حقونو د څو موسسو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

يوناما په کابل کې د بهرنیو هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازوليو د فعالیت هرکلى وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مرستیال او سرپرست مارکوس پوټزل

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما نوي مرستیال او سرپرست مارکوس پوټزل د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماتیکو استازولیو د فعالیت هرکلی کوي او غواړي چې نور هېوادونه هم په دې هېواد کې سفارتونه پرانېزي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا په یوه ټویټ کې ویلي، چې ښاغلي پوټزل په دې کتنه کې چې نن یې ترسره کړه، متقي ته د خپل ماموریت په اړه معلومات ورکړل او د ښه ماموریت د ترسره کولو په برخه کې یې د اسلامي امارت همکاري او همغږي لازم وبلل.

د احمد ضیا په وینا متقي هیله څرګنده کړې، چې د یوناما استازولۍ د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړیکو او ګټور تعامل په برخو کې خپل رول ولوبوي.

يوناما د دغې کتنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو ښاغلي پوټزل له دې کتنې مخکې په یوه ټویټ کې چې یوناما پر خپلې پاڼې کې خپور کړی، ویلي چې د افغانستان خلکو ته چې هېواد یې په معاصر تاریخ کې په یوه حساسه مرحله کې دی، کارکولو ته ژمن دی.

پوټزل چې له ۲۰۱۷ نه تر۲۰۲۱ کال پورې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د روان کال د جون په اولسمه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش د افغانستان د سیاسي ماموریت لپاره د خپل نوي مرستیال په توګه وټاکه.

نوموړي په یوه ټویټ کې چې د یوناما پر پاڼه خپور شوى، افغانستان ته د رسېدو او د دندې د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي لپاره لوبغاړي غوره شول

ارشیف

له سلو ډېرو لوبغاړو د بدن ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د بدن ښکلا او فیټنس د غوراوي سیالۍ چې د چنګاښ په ۱۱مه نېټه پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د ولایتونو ۱۸۰ او د کابل ۱۹۳ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د دې لوبغاړو له ډلې ۱۱۰ لوبغاړي د ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې ته غوره شول.

هند له ويسټ انډیز سره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

هند له ويسټ انډیز سره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د هند کرکټ بورډ نن د خپلې لوبډلې ۱۶ کسیز نوملړ خپور کړ چې لوبډلمشري یې شېکر ډهون کوي.

له ویسټ انډيز سره په لوبو کې د هند تجربه لرونکي لوبغاړي روهېت شرما، وېراټ کوهلي، محمد شامي او ځینې نور نه شته او تر ډېره ځوان لوبغاړي په لوبډله کې اخیستل شوي دي.

د هند کرکټ بورډ ویلي، چې غواړي ځینې تجربه لرونکي لوبغاړي یې د څه مودې لپاره استراحت وکړي.

د هند او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې چې د ويسټ انډيز په کوربه توب کېږي، د جولای په ۲۲مه به پیل او د اګست مياشتې تر ۷مې دوام وکړي. دواړه لوبډلې به ۳ یوورځنۍ او ۵ شل اوریزې لوبې وکړي.

د مهاجرت نړيوال سازمان: د افغانستان زلزله ځپلو ته مو ډېرې مرستې رسولي

زلزله ځپلو سره مرستې

د مهاجرت نړیوال سازمان، IOM وایي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې زلزله ځپلو ته ډیرې مرستې رسولي دي.

IOM په یوه ټویټ کې ویلي چې د زلزلې له پیله دوی په سیمه کې حضور لري او د امریکا، جاپان او جرمني په مرسته یې پکتیکا او خوست ولایتونو ته تراوسه په نژدې ۱۴۰ لاریو کې مرستې رسولي دي.

د دې ادارې په خبره، پر اړو پنځه زره کورنیو یې دېرش زره عاجلې خیمې او د غیر خوراکي موادو بستې ویشلې دي.

د دې ادارې په وینا په پکتیا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې نژدې لس زره کورونه ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي.

جرمني له افغانستان سره د ۵۵ ميليون يورو مرسته وکړه

يورو

جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د روان ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ کلونو لپاره د نورو ۵۵ ملیون یورو مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې، اوچا پر خپله ټویټرپاڼه د جرمني د دې مرستو هر کلی کړی او ویلي یې دي چې جرمني په روان کال کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د ژوند ژغورنې د بېړنو مرستو لپاره د پنځوس ملیونه یورو مرسته کړې او هم یې د راتلونکي کال لپاره له دې صندوق سره د پنځه ميلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده.

جرمني د بسپنې د دې صندوق دوهم لوی مرسته کونکی بلل شوی چې د مرستو اندازه یې له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۱۵۲ ميلیون او شپږ سوه زره یورو ته رسیږي.

د يوناما نوی مرستيال: افغانستان لپاره کار کولو ته ژمن يم

د يوناما نښان

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما نوی مرستیال مارکوس پوتزل وایي، د افغانستان خلکو ته چې هېواد یې په معاصر تاریخ کې په یوه حساسه مرحله کې دی، کارکولو ته ژمن دی.

ښاغلي پوتزل چې له ۲۰۱۷ نه تر۲۰۲۱ کال پورې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د روان کال د جون په اولسمه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د افغانستان د سیاسي ماموریت لپاره د خپل نوي مرستیال په توګه وټاکه.

نوموړي په یوه ټویټ کې چې د یوناما پرپاڼه خپورشوی، افغانستان ته د رسېدو او د دندې د پیلېدو خبر ورکړی دی.

امريکا: د افغانستان د کنګل شوې درې نيم ميليارده ډالره شتمنۍ پر ازادېدو کار کوو

د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات پر دې مسلې چې په څه ډول د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره شتمني د افغانستان خلکو ته ورسیږي نه طالبانوته، په بېړه کار کوي.

د دې وزارت ویاند نیډ پرایس چې پرون ناوخته یې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې وویل، طالبانو د افغانستان له خلکو سره په هره برخه کې کړې ژمنې نه‌دي پر ځای کړي.

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات له خپلو متحدانو او شریکانو سره کار کوي او تل یې دا موضوع واضح کړې چې غواړي د افغان ښځو، نجونو او لږکیو حقونه خوندي شي.

د نیډ پرایس په وینا متحده ایالات به دغه راز له خپلو متحدانو سره په ګډه پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي.

له کله چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي دي، د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي زده کړو منع کړې شوي او د سفرپه ګډون پر ښځو یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.

د خوست او فراه په ګمرکونو کې انالوګ تلې فعالې شوې

د انالوګ تلې د پرانيستلو انځور

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د یادو تلو په فعالېدو سره سوداګرو، موټر چلونکو او د ګمرک کارکونکو ته د دې ترڅنګ چې د وزن د تللو چاره اسانه کېږي، ورسره د وزن معلولو او د عوایدو په ټولولو کې د فساد مخنیوی هم کېږي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د فراه د ابونصر فراهي ګمرک نوې فعاله شوې تله ۲۲ متره اوږوالی او ۱۰ لوډسېلونه لري او د خوست ګمرک تله ۱۸ متره اوږدوالی او ۸ لوډسېلونه لري چي هره تله د ۱۵۰ ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري.

د مالیې وزارت ویلي چي ډېر ژر به د نیمروز ګمرک او حیرتانو بندر کي هم د صادراتي توکو لپاره ورته تلې فعالې کړي.

يوناما بېکاره افغانانو ته کاري فرصتونه برابروي

يو شمېر بېکاره افغانان چې د کار په تمه شېبې شماري

په داسې حال کې، چې په اقغانستان کې بېکاري ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده، د یونما په همکارۍ وزګارو کسانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې روانې دي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندوی مامورېت (یوناما) مرستیال د دې وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، چې دا سازمان ۲ میلیونه کسانو ته د کاري فرصتونو د موندلو په هڅه کې دی.

دې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست قارين دین محمد حنیف د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د یوناما له مرستیال ډاکتر رامز الاکبروف سره لیدلي او په دې لیدنه کې یې د افغاستان په وروستي اقتصادي وضېعت خبرې کړې دي.

دې وزارت د ډاکتر الاکبروف له قوله لیکلي دي چې دوی هڅه کوي د همکارو بنسټونو په مرسته ۲ میلیونه افغانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې له دې سره به د بشري او عاجلو مرستو د پروژو مرحله د بنسټيزو پروژو مرحلې ته واوړي او د وړو او متوسطو سوداګریو په ملاتړ سره به بې کاري او غریبي را کمه کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د یوناما له مخکنیو مرستو مننه کړې او له دې سازمان څخه یې غوښتي چې د بنسټیزو پروژو د عملي کولو له لارې دې په افغانستان کې د فقر او بې روزګارۍ په ختمولو کې مرسته وکړي.

امريکا به د جي شل هېوادونو غونډه کې په روسيې د سمندري لارو پرانيستلو غوښتنه مطرح کړي

د جي ۲۰ هېوادونو استازي

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر به روانه اونۍ د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو( جي شل) له غړیو وغواړي چې پر روسیې فشار راولي چې د اوکراین د جګړې له امله بندې شوې سمندرې لارې پرانیزي.

انتوني بلینکن چین ته هم خبرداری ورکړ چې د ماسکو د جګړې ملاتړ ونه کړي.

په اقتصادي برخه کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رامین تولوي وویل چې ښاغلی بلینکین به دا موضوعات د جمعې په ورځ د جي شل هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح کړي.

ښاغلی بلینکین نن د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بالي ته روان دی.

ټاکل شوې ده چې دی له خپل چینایي سیال وانګ یي سره خبرې وکړي خو دا تمه نه‌کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به ګوري.

د يخي پر سر د هاکي فدراسيون: د روسيې او بيلاروس لوبډلې په نړيوال لوبو کې ګډون نه‌شي کولی

د یخي پر سر د هاکي روسي لوبغاړي

د یخي پر سر د هاکي نړیوال فدراسیون د روسیې او بیلاروس هغه غوښتنه رد کړه چې په لوبو کې د ګډون اجازه ورکړي.

د یخي پر سر د هاکي د نړیوال فدراسیون بورډ پرون په یوه بیان کې وویل چې دا بندیز نه دی د لوبغاړو د خوندیتوب پرېکړه ده.

د یخي پر سر د هاکي نړیوال فدراسیون پر اوکراین د روسیې تر برید څلور ورځې وروسته د فبروري په میاشت کې پرېکړه وکړه چې د روسیې او بیلاروس ملي لوبډلې او کلبونه نه‌شي کولی چې په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي.

روسیه او بېلاروس بیاهم کولی شي چې قضیه د سپورټ لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کړي.

پاکستان پر چينايي استادانو بريد کې د لاس لرلو په تورن يو تن نيولی

هغه درې تنه چينايي وګړي چې په تېر اپريل مياشت کې پاکستان کې په يوه ځان وژونکي بريد کې ووژل شول

پاکستان پرون وویل چې یو تن یې پر چینایي استادانو په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

پولیسو چې د تورن کس نوم داد بخش ښودلي، دا هم ویلي دي چې هغه په خپل جرم اعتراف کړي او منلې يې ده چې په دې حمله کې یې د فني تجهیزاتو مرسته کړې ده.

د کراچۍ په پوهنتون کې په تېره اپریل میاشت کې په ځان وژونکې حمله کې د دې پوهنتون درې چینایي استادان ووژل شول.

پاکستاني چارواکو ویلي وچې دغه برید یوې ښځې کړی دی.

د بلوچستان آرادي بخښونکي غورځنګ د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

د افغانستان بانک نن يولس ميليون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک ودانۍ

د افغانستان بانک په خپله ټویټرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د افغانستان بانک له څو میاشتو راهیسې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره هره میاشت څو ځلې په لسګونو ميلیون ډالرو لیلاموي.

د افغانستان بانک داسې مهال د ډالرو د ليلام خبره کوي چې په دې وروستيو کې د نفتي او خوراکي توکو بيې تر بل هر وخت لوړې شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ کندهار کې يو روغتيايي مرکز پرانيستلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کندهار ولایت په اعظم کلا کې د یوه روغتیایي مرکز د پرانستلو خبر ورکوي.

دغې کمېشنرۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه روغتیایي مرکز به په دې سیمه کې ۴۳۰۰ تنو کورنیو بې ځایه شویو ته روغتیايي خدمات سرته رسوي.

یو ان ایچ سي ار ویلي چې دا مرکز په سولري یا لمریزې برېښنا سمبال دی چې ناروغانو ته ښه امکانات برابروي.

ترکيه له ۳۸۰ زيات نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

ترکيه کې يو شمېر افغان کډوال

د ترکیې د انادولیا رسمي خبري آژانس د راپورله مخې ۳۶۳ افغان کډوال د دې هېواد چارواکو استانبول ته لېږدولي چې له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي.

دغه افغان کډوال د ترکیې په ادیرنه ښار کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې دغو افغانانو چې په غیر قانوني توګه یې په دې ښارکې ژوند کاوه، له همدې امله چې د استوګنې قانوني اجازه یې نه‌لرله، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

خو دا نه‌دي ویل شوي چې دوی به کله افغانستان ته لېږل کېږي.

ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د ثور په میاشت کې یې ۲۲۷ افغانان ایستلي و او هغه مهال یې ویلي وچې له غیر قانوني کډوالو سره به جدي چلند کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG