د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

نن د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ وروستۍ شل اوریزه لوبه کېږي


د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ شل اوریزه لوبه به د کابل په وخت په درې بجو او ۴۵ دقیقو پیل شي.
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ شل اوریزه لوبه به د کابل په وخت په درې بجو او ۴۵ دقیقو پیل شي.

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به نن د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، چې افغان لوبغاړو دغې لوبې ته بشپړ تیاری نیولی دی.

هغه وايي: "تراوسه د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ درې نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره شوي دي چې خوشبختانه درې واړه افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپله ګټه پای ته ورسولې. د شل اوریزو لوبو لړۍ چې پیل شوې وه، په دوه شل اوریزو کې هم افغانستان بریا ترلاسه کړې او نن د درېیمې لوبې لپاره هم افغان کرکټ ملي اتلان پوره چمتووالی لري، انشاالله د زمبابوې پر وړاندې به ښه وځلېږي."

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ شل اوریزه لوبه به د کابل په وخت په درې بجو او ۴۵ دقیقو پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د لوبو د دغې لړۍ نتیجه د کرکټ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې لپاره ډېره مهمه ده.

XS
SM
MD
LG