د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

افغان کرېکټ ملي لوبډلې دويمه شل اوريزه سيالۍ کې زمبابوې ته ماتې ورکړه


افغان کرېکټ ملي لوبډلې او زمبابوې سيالي
افغان کرېکټ ملي لوبډلې او زمبابوې سيالي

د دوی تر منځ پرون د زمبابوې په کوربه‌توب په هرارې سټډيوم کې سیالي وشوه چې پکې افغانستان ۱۷۰ منډې وکړې خو سیال یې تر ۱۴۹ پورې ورسېد.

په دې ترتیب افغانستان د ۲۱ منډو په ترتیب لوبه وګټله.

افغان بالر فضل حق فاروقي د یوې ویکټې او کمو منډو په خاطر د لوبې غوره لوبغاړی شو.

نوموړي وويل: "خوشاله په دې یم چې زه نوی نوی دې ټيم ته راغلی یم. څنګه چې زه لګیا یم او لوبه کوم ډېر زیات افتخار کوم. او کوښښ کوم چې افغانستان لپاره نورې ښې لوبې هم وکړم او ویاړ ورته راوړم.

افغانستان د شنبې په ورځ هم په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ماتې کړه او تمه ده وروستۍ شل اوریزه لوبه سبا سه شنبه ترسره شي.

افغان لوبډلې تر شل اوریزو سیالیو مخکې له زمبابوې نه د سوپرلیګ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سر په سر درې لوبې وګټلې.

XS
SM
MD
LG