د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۶

نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د شل اووریزو لوبو لړۍ پیلېږي


افغانستان د جون له څلورمې د جون تر نهمې پورې د تېرې لړۍ درې پنځوس اووریزې لوبې په نسبتاً لوی توپیر له کوربه هېواد څخه وګټلې.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ نن د شل اووریزو لوبو لړۍ پیلېږي.

د دې لړۍ کوربه زیمبابوې دی او لومړۍ لوبه د ماسپښین په درې نیمو بجو د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې په پام کې ده.

افغانستان د جون له څلورمې د جون تر نهمې پورې د تېرې لړۍ درې پنځوس اووریزې لوبې په نسبتاً لوی توپیر له کوربه هېواد څخه وګټلې.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دې لوبو د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د نېغ په نېغه ورتګ لپاره د افغان لوبډلې له امتیازونو سره مرسته کړې ده.

د افغانستان او زیمبابوې دوهمه شل اووریزه لوبه سبا یکشنبې او وروستۍ د سه شنبې په ورځ ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG