د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۱۴

نړۍ

پاکستاني چارواکي: د طالبانو حکومت سره خبرو ته دوام ورکوو

د طالبانو بیرغ

پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عاصم افتخار احمد پرون په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته وويل، چې پاکستان به د امن او باثباته سرحدونو د لرلو لپاره له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

عاصم افتخار احمد د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، خوندي پولې د ګاونډيو هېوادونو هم په ګټه دي او د ترهګرۍ پرضد مبارزه یو ګډ مسوولیت دی.

عاصم افتخار احمد زیاته کړه، چې اسلام اباد د ترهګرۍ او د پولې پورې غاړه د بریدونو د خطر په اړه، په پرله پسې ډول د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې دي او هیله لري چې د دغو اندېښنو د حل لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په خېبر پښتونخوا کې د ټرافیکو دوه پولیس افسران وژل شوي

ارشیف

نامعلومو وسلوالو کسانو د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې په ډزو د ټرافیکو دوه پولیس افسران ووژل.

چارواکو ازادۍ راډیو ته ویلي حمله نن په ډېره اسماعیل خان کې شوې ده.

د پولیسو په خبره دغه دوه ټرافیک افسران دندې ته روان وو، چې نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو ورباندې حمله وکړه او بیا له ساحې وتښتېدل.

په بېړنيو حالاتو کې مرسته کوونکې ځايي ادارې يوه مسؤل اعزاز محمود مشال راډيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان عام پوليس ترافيک وو چې شوکت الله او حبيب الله نومېدل.

چا د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په تېر اپرېل مياشت کې هم په ډېره اسماعېل خان کې په ورته پېښه کې دوه ترافيک پوليس وژل شوي وو.

ځايي چارواکو په يوې بله پېښه کې چې د جولای په څلورمه شوې ده، د عوامي نیشنل ګوند د صوابۍ ضلعې یو ځایي مشر محمد اشفاق ایډوکېټ په یو وسلوال برید کې د سخت ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

په دې وروستيو کې پاکستان کې يو ځل بيا پر پوليسو غلچکي بريدونه ډېر شوي دي.

د بلجیم پارلمان له ایران سره د یوه تړون پر تصویب یا نه تصویب بحث کوي

د بلجیم پارلمان

ټاکل شوې نن د بلجیم پارلمان نن له ایران سره د یوه پېشنهادي تړون پر تصویب یا نه تصویب بحث وکړي.

دغه تړون په دې اړه دى چې یو ایرانی ډیپلومات چې له پاریس بهر د بمي حملې په تور په شل کلن بند محکوم دی، بېرته ایران ته ولېږل شي که نه.

دغه تړون د اپوزیسیون د وکیلانو او د ایران د سیاسي مخالفانو د مدافع وکیلانو انتقادونه پارولي دي.

دوی وايي، دا به دې ته لار اواره کړي، د اسد اله اسدي په نوم ایرانی وګړی به چې په تروریستي فعالیت تورن او د ۲۰۲۱م کال په فبروري میاشت کې محکوم شوی، بېرته ایران ته ولېږل شي.

د بلجیم په پارلمان کې د اپوزیسیون یوه وکیل جورجیس دالیماګني وویل، د دغه تړون متن د اسدي لپاره برابر شوی دی.

دغه ایرانی په ۲۰۱۸م کال پاریس ته نږدې د ایران د یوې مخالفې تبعید شوې ډلې، د ایران د مقاومت ملي شورا پر یوه غونډه د بمي حملې د طراحۍ له کبله په تروریزم محکوم شوی.

زلینسکي: اوکرایني ځواکونه د مسکو ماتولو ته بې لېوالتیا شوي نه دي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي وايي، وسله وال ځواکونه یې د جګړې د دوام لپاره د مسکو د ارادې «ماتولو» ته بې لېوالتیا شوي نه دي.

دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې کېږي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین روسي ځواکونو ته د اوکراین په ختیځ کې د حملو د دوام امر وکړ.

د اوکراین ولسمشر زلینسکي تېره شپه په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، له لیسیچانسک ښار د اوکرایني ځواکونو له وتلو سره- سره به د دوی ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي.

بلخوا د دونیڅک سیمې والي پاولو کیریلنکو ویلي، چې اوکرایني ځواکونو په دونیڅک کې تازه دفاعي کرښې جوړې کړې دي.

روسیې ادعا کړې، چې پر ټول لوهانسک سیمه یې ولکه ټینګه کړې ده.

د ترکیې پولیسو د ډزو له امله یو افغان ماشوم مړ شوی

ارشیف: د ترکیې سرتېری

د راپورونو له مخې د ترکیې په وان کې پولیسو د افغان کډوالو په یوه بس موټر ډزې کړي چې له امله یې یو ماشوم مړ شوی او دولس نور ټپیان دي.

د سیمې څو رسنیو پرون راپور ورکړی چې پېښه یکشنبه په سرای ولسوالۍ کې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې د یوه ماشوم مړی ښکاري او څو نور ماشومان او ښځې ټپيانې دي.

په ویډيو کې یوه ښځه چې د ماشوم سر ته ناسته ده په دري خبرې کوي.

میدیا نیوز او وان خبر سیمه ییزو رسنیو د وان د ولایت په حواله ویلي، چې پولیسو یواځې د بس په ټيرونو ډزې کړي.

د وان ولایت ویلي، چې ماشوم د مرمۍ په پوچک/چرې باندې لګېدلی او د ټپونو له کبله یې ساه ورکړې.

ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو په وړاندې شرایط سخته کړي او د راپورونو له مخې له ایرانه په ور اوښتونکو ناقانونه افغان کډوالو ان مخامخ ډزې کوي او که ژوندي لاسته ورشي په وهلو وهلو یې له خپلې خاورې باسي یا د پناه غوښتونکو توقیف ځایونو/کمپونو ته بیايي.

د ازبکستان په وروستیو ناکراریو کې ۱۸ کسان مړه شوي

د قره قالپاګستان خودمختارې سیمې زرګونه اوسېدونکو وروسته له هغه پراخې مظاهرې وکړې چې مرکزي دولت غوښتل د دې سیمې قانوني حیثیت بدل کړي.

د ازبکستان لویې څارنوالۍ اعلان کړی، چې په وروستیو ناکراریو کې اتلس کسان مړه او ۲۳۴ نور ټپیان شوي.

د قره قالپاګستان خودمختارې سیمې زرګونه اوسېدونکو وروسته له هغه پراخې مظاهرې وکړې چې مرکزي دولت غوښتل د دې سیمې قانوني حیثیت بدل کړي.

د راپورونو له مخې امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو په وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی او ګڼو مظاهره چیانو ته یې مرګژوبله رسولې.

د مظاهرو په نتیجه کې ولسمشر شوکت میرضیایف پرون دوشنبه اړ شو، چې له پارلمان سره تر یوې ناستې وروسته د اساسي قانون له تعدیل تېر شي.

په شیکاګو کې د ډزو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یو ۲۲ کلن کس چې حمله کې دلاس لرلو شک پرې پوری دی، پرون ماښام د پولیسو له خوا توقیف شوی دی.

د امریکا د شیکاګو ایالت د هایلینډ پارک سیمې په پرونیو ډزو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او دېرش نور ټپیان دي.

اسوشیټیډپریس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي، یو ۲۲ کلن کس چې حمله کې دلاس لرلو شک پرې پوری دی، پرون ماښام د پولیسو له خوا توقیف شوی دی.

دا ډزې د یوې ودانۍ له بامه پر هغو کسانو وشوې چې د خپلواکۍ جشن یې لمانځه.

په امریکا کې تر دې وړاندې پر ښونځیو، کلیساوو او پلورنځیو هم ورته بریدونه شوي دي.

اوکراين پر غلا شوې غله بار روسي بېړۍ نيولې

ارشيف

په ترکیه کې د اوکراین سفیر وايي، اوکرایني ځواکونو یوه بېړۍ نیولې چې د روسانو له لوري د اوکراین غلا شوې غله پکې بار وه.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه د ترلاسه کړیو اسنادو له مخې ویلي چې اوکراین په وروستیو ورځو کې له ترکیې غوښتي و د روسیې ژیبک ژولي بېړۍ ودروي.

د رویټرز خبریالانو ژیبک ژولي بېړۍ لیدلې چې د کاراسو بندر د اوبو په غاړه درول شوې ده.

د لسګونو هېوادونو مشران نن د اوکراين پر بيا رغونه خبرې کوي

ارشيف

د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران نن په اوکراین کې د بیا رغونې پر موضوع غونډه کوي.

د سویس په لوګانو ښار کې د دې غونډې هدف په اوکراین کې د بیارغونې د لارې د نقشې برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اوکراین کې د روسیې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

په هغو کسانو کې چې دغې دوه ورځنۍ غونډې ته ورځي د اوکراین صدر اعظم دینیس شميهال هم د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي به په مجازي ډول په دې غونډه کې برخه واخلي.

اوکراین دا مهال د پاکو اوبو، بدرفت، انرژۍ، انټرنټي خدماتو او نورو کارونو ته اړتیا لري.

ډنمارک: کوپنهاګن کې درې کسان په يوه بريد کې وژل شوي

ارشيف

د ډنمارک د پلازمېنې کوپنهاګن له ګڼه ګوڼې په یوه ډک پلورنځای کې د یوه وسله‌وال کس په حمله کې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د پولیسو یوه چارواکي سورن توماسن تېره شپه خبریالانو ته وویل دغه ۲۲ کلن ډنمارکی تر حملې وروسته ونیول شول.

د ده په خبره داسې نه ښکاري چې په دې حمله کې دې بل څوک هم دخیل وي، خو پولیس لا هم څېړنه کوي.

په ډنمارک کې د وسلې په ذریعه د تاوتریخوالي پېښې ډېرې نه کېږي.

پولیس وايي لا وختي ده چې د پرونۍ دغې حملې د انګېزې په باب څه وویل شوي.

د اسټراليا صدر اعظم اوکراين سره د وسلو د مرستې ژمنه وکړه

د اسټرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي

د اسټرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي د روسیې د یرغل په وړاندې له اوکراین سره د وسلو د مرستې ژمنه کړې ده.

نوموړي دا ژمنه پرون په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره په کتنه کې وکړه.

ښاغلي البانیزي وویل، نوې پوځي مرسته به د شاوخوا ۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وي.

ولسمشر زیلینسکي وویل چې استرالیا له اوکراین سره د پام وړ مرستې کوي، په ځانګړې توګه د دفاعي ملاتړ په برخه کې.

دا اوکراین ته د استرالیا د صدراعظم لومړی سفر دی.

تر دې مخکې هم یو شمېر لوېدیځو مشرانو له اوکراینه د خپل ملاتړ د څرګندولو لپاره دغه هېواد ته سفرونه کړي او د امریکا او بریټانیا په څېرو ځینو دولتونو بیا د راکټي او دفاعي سیسټمونو په برخه کې د اوکراین له پوځ سره پراخه مرسته هم کړې ده.

په پاکستان کې د موټر چپه کېدو پېښې له امله ۱۹ کسان مړه شوي

روغتیايي کارکوونکي د ټپیانو د لېږدولو پرمهال

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د یوه مسافروړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او تر ۱۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

دغه بس د سخت باران پر مهال په یوه غرنۍ سیمه کې له سړک څخه واوښت.

د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې د پولیسو یوه محلي چارواکي، مهتاب شاه نن یکشنبه ویلي، دغه بس له اسلام اباد څخه د بلوچستان مرکز کوټې ته روان و.

روسي چارواکي: د اوکراین لوهانسک سیمه په بشپړ ډول ازاده شوې

لوهانسک کې د روسي ځواکونو د برید له امله د ویجاړې شوې ودانۍ انځور

د راپورونو له مخې د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو نن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین د ختیځ لوهانسک سیمه په بشپړ ډول ازاده کړې ده.

شویګو ویلي، چې روسي ځواکونو او د مسکو ملاتړو وسله والو د لیسچیانسک پر ښار چې په وروستیو څو ورځو کې د سختو جګړې ډګر و، بشپړه ولکه ټینګه کړې ده.

دا ګڼ نفوسه ښار د لوهانسک د سیمې هغه وروستۍ لوی ښار و چې ځینې برخې یې د اوکراین په کنټرول کې وې.

د روسیې دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شویګو د روسیې د وسله والو ځواکونو اعلا قومندان ولادمیر پوتین ته د لوهانسک جمهوریت د بشپړ ازادېدو خبر ورکړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو د دې وزارت د ویاند ایګور کونا شینکو له قوله خبر ورکړی، چې ویلي یې دي، روسي ځواکونه په لیسچیانسک کې دننه د هغو وسله والو پرضد جګړه مخ ته وړي چې محاصره دي او په دې توګه د دښمن ماتې بشپړوي.

د سیمې کییف پلوي والي سیرهي هایدې پرټیلیګرام لیکلي، چې روسي ځواکونو په دې ښار کې پرمختګ کړی دی.

له دې مخکې د اوکراین د ولسمشریوه سلاکار اولیکسي اریستوویچ ویلي و، چې روسي ځواکونو په دې ښار کې یو ګواښونکی وضعیت رامنځته کړی دی.

منچسټر یونایټېډ د رونالډو غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ

کړیسټیانو رونالډو

منچسټر یونایټېډ د رونالډو د وتو رسمي غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ.

د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، د منچسټر یونایټېډ فوټبال لوبډلې پرتګالي ستوری کړیسټیانو رونالډو پلان لري چې د نړۍ تر ټولو مهم ټورنمېنټ د اروپا د اتلانو لیګ کې د لوبیدو چانس ترلاسه کولو لپاره د انګلستان لوبډله پرېږدي.

که څه هم د منچسټر یونایټېډ سره د کریسټیانو رونالډو د یوځای کېدو پوره کال نه دی تېر شوی، خو هغه غواړي دا ټیم پرېږدي.

راپورونه د ۳۷ کلن رونالډو دغه پرېکړه د اروپا د اتلانو لیګ په سیالیو کې د هغه ګډون بولي.

د معلوماتو له مخې، د منچسټر سره د رونالډو تړون دوه کلن دی چې د درېیم کال لپاره د تمدید امکان لري خو پرتګالي لوبغاړی نه غواړي د خپل لوبې وروستۍ کال په داسې ټیم کې تېر کړي چې په راتلونکي کال د اروپا اتلانو لیګ کې ځای ونه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوريې ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په داسې حال کې سوريې ته تللی، چې ترکیې د سوریې په شمال کې پر کرد ملیشو د برید ګواښونه کړي.

تېرې یوې میاشت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ځلې ګواښ کړی، چې هېواد به یې د سوریې په شمال کې د دوو سیمو پر ضد نوي پوځي عملیات وکړي او په دغو سیمو کې به کرد ملیشې چې، هغه یې «ترهګر» بولي، په نښه کړي.

عبداللهیان پرون سوریې د سفر پر مهال وویل چې په سیمه کې د ترکیې او سوریې تر منځ د سولې او امنیت د راوستلو په هدف هڅې کوي او ایران د یوه نوي جنجال د رامنځته کېدو مخه نیسي.

هغه په سوریه کې د دغه هېواد له ولسمشر بشار اسد سره کتلي او د ایرنا د راپور په اساس لویدیځ هېوادونه یې تورن کړي، چې په سوریه کې د سولې او ثبات په تړاو ادعاوې یې د ده په خبره واقعیت نه لري.

په قره قالپاګستان کې لاریون کوونکو د حکومتي ودانیو د نیولو هڅه کړې

ارشیف

د ازبکستان په ناکراره قره قالپاګستان خودمختاره جمهوریت کې لاریون کوونکو په اساسي قانون کې د ځينو بدلونو د راوستلو د پلان په غبرګون د حکومتي ودانیو د نیولو هڅه وکړه.

که اساسي قانون کې پلان شوي تعدیلات راشي له دې خودمختاره سیمې هغه واک اخلي چې په اساس یې کولای شوای له ازبکستان څخه خپلواکي وغواړي.

سیمه ییزو چارواکو لاریون کوونکي بلواګر یاد کړي او ویلي یې دي، چې خلک یې د حکومتي ودانیو د نیولو لپاره په پلازمېنه نوکس ښار کې سره ټول کړي و او غوښتل یې خلک سره وویشي او ګډوډي رامنځته کړي.

د راپورونو په اساس ګڼ دا لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا بندیان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG