د ګجراټ ټایټانز لوبډلې چې نومیالی افغان بالر راشدخان پکې لوبېږي، د IPL یا د هند د کرکټ د پریمیر لیګ فاینل ته لاره ومونده.
ګجرات لوبډله د راجستان رویالز پر وړاندې په دې لوبه کې د کپټان هاردیک پانډیا او د جنوبي افریقا د توپ وهونکي دیوید میلر د ۱۰۶ منډو او په دوهمه پاړۍ کې د راشد خان د بالېنګ په مټ چې په څلورو اورونو کې یې مقابل ټیم ته یوازې ۱۵ منډې ورکړې بریالۍ شوه او فاینل ته ووته.
د جمعې په ورځ به مالومه شي چې په فاینل لوبه کې چې د راروانې یکشنبې په ورځ د مې په ۲۹مه په احمدآباد کې ترسره کېږي، له ګجرات ټایټانز سره کومه لوبډله مخامخ کېږي.
د آی پي ایل په سږني جام کې له راشدخان پرته دې نور افغان لوبغاړي هم د بېلابېلو لوبډلو له خوا اخیستل شوي وو.