د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

تاجکستان کې د ازادي راډيو دوه خبريالان ډبول شوي


د ازادي راډيو د تاجکي څانګې خبريال ملا رجب يوسفي
د ازادي راډيو د تاجکي څانګې خبريال ملا رجب يوسفي

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د ازادي راډیو د تاجکستان د څانګې دوه خبریالان وهل شوې دي او د یوې بلې ازادې رسنۍ له دوو خبریالانو سره بد چلند شوی دی.

ملا رجب یوسفي او برات یوسفي د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریالان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې په پلازمېنه دوشنبې کې د ناپېژاندو کسانو له لورې ووهل شول چې د بشري حقونو له مدافعانو سره تر مرکې وروسته خپل دفتر ته ستنېدل.

د دوشنبې په ښار کې برید کوونکو ملا رجب یوسفي او برات یوسفي له خپل موټره رابهر کړي او وهلي دي.

ملا رجب یوسفي د دې پېښې کیسه کوي او وايي: "راغلل، موږ یې د موټر دننه کړو، دوه درې سوکان یې راکړل، زموږ ټیلفونونه یې واخیستل. د پيسو بټوه یې هم واخیسته بیا یې وروسته بېرته راکړه خو نور وسایل یې له ځانونو سره یووړل، زما همکار یې ټېله کړ چې د ویالې هاغې بلې غاړې ته پورې ووت"

د ازادي راډیو د تاجکي څانګې د دې خبریال په وینا، برید کوونکو د دوی له وهلو وروسته ورته وویل چې وسایل به یې بیا ورکړي.

ملا رجب یوسفي او برات یوسفي د تاجکستان د بشري حقونو د فعالې مېرمن الفت محمد شایفوا له کور سره نژدې وهل شوې دي.

مېرمن شایفوا د تاجکستان حکومت تورنه کړې ده چې د سې شنبې په ورځ یې د نارام ګورنو-بدخشان په سیمه کې اعتراضي لاریون کړی دی.

د ازادي راډیو د تاجک څانګې د خبریالانو تر وهلو نژدې نیم ساعت وروسته په پلازمېنه دوشنبې کې د کرنټ ټایم ورځپاڼې دوه خبریالان هم په ورته ډول د برید کوونکو له لورې وهل شوې دي.

د ازادې اروپا-ازادي راډیو عمومي رییس جیمي فلای په دوشنبې ښار کې پر خبریالانو برید غندلی دی، ښاغلي فلای د تاجکستان له چارواکو غوښتي دي چې ژر تر ژره دې پر رسنیو له داسې فشارونو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG