د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

خوست کې سبا د واليبال سياليو پايلوبه کېږي


ارشيف
ارشيف

احسان تڼی او هارون حیدرخېل لوبډلو د خوست ولایت د والیبال سیالیو پای لوبې ته لار ومونده.

د خوست ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست په خبرپاڼه کې لیکي چې، د روژی جام سیالیو په دوام تېره شپه دوه لوبې وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې احسان تڼی او رکیم ایوب خېل لوبډلو په خپلو کې لوبه وکړه او په پایله کې احسان تڼی لوبډله وتوانېده د سیالې لوبډلې په ماتولو سره پای لوبې ته لار ومومي.

په دویمه لوبه کې هارون حیدرخېل لوبډله وتوانېده ادریس تریزیو لوبډلې ته ماتې ورکړې.

ټاکل شوې پای لوبه سبا د هارون حیدرخېل او احسان تڼي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا سیالۍ چې د روژې په دویمه پیل شوې وې، دېرش لوبډلو په کې ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG