د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

ميلياردر ايلان مسک د ټوېټر پېرلو موافقې ته رسېدلی


ارشيف
ارشيف

ایلان مسک، چې ځان یې د "بیان د ازادۍ مطلق لاروی" معرفي کړی، وايي د ۴۴ ميليارده ډالرو په بدل کې چې د ټويټر پېرلو موافقې ته رسېدلی دا کار ځکه کوي چې، هغه فکر کوي اوسمهال دا پلاتفارم د بیان د ازادۍ د پلوي په توګه له خپل توان سره سم پر مخ نه وړل کیږي.

مسک پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د بیان ازادي د ډیموکراسۍ د فعالیت لپاره اساس دی، او ټویټر د ډیجیټل ښارګوټي یوه داسي څلور لارې ده چېرته چې د انسانیت د راتلونکي په اړه پر حیاتي مسلو بحثونه کیږي."

مسک غواړي دا پلاتفارم د ده په وینا له نويو ځانګړتیاو سره د پخوا پرتله ښه کړي او د باور زیاتولو لپاره جعلي اکاونټونه یا حسابونه چې په اتومات توګه له کمپیوټرونو پر مخ ځي، بند او کره اکاونټونو ته چې خلک یې پر مخ وړي، لاره پرانیزي.

د موټرو د شرکت ټیسلا او فضايي تجهیزاتو جوړوونکي شرکت سپېس ایکس څېښتن ایلان مسک مخکې ویلي و چې ټویټر باید د کاروونکو باور تر لاسه کولو لپاره یو خصوصي شرکت شي او د هغه څه لپاره خدمت وکړي چې ده په وینا د بیان د ازادۍ لپاره لازمي اقدامات دي.

ټویټر مخکې یو داسي شرکت وو چې هر چا پکې د اسهامو په بازار کې ونډه پېرلای شوای.
ټویټر ویلي چې د پلور تر بشپړېدو وروسته به یو خصوصي شرکت شي.

ایلان مسک د نړۍ تر ټولو بډایه کس دی چې تر ۲۶۹ ملیارده ډالرو زیاته خالص ارزښت لري.

په وروستیو اونیو کې، مسک ټویټر ته یو شمېر وړاندیزونه کړي وو چې له ځيني محدودیتونو لاس واخلي لکه هغه مقررات چې په نتیجه کې يې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټر حساب لغوه شو - او همدا راز ده وړاندیز کړی وو چې ټويټر دې جعلي او اتومات حسابونه یا اکاونټونه لیرې کړي.

ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي چې دی به پر ټویټر خپل حساب بېرته پیل نکړي. ټرمپ پر ټويټر شاوخوا ۸۰ ملیونه تعقیبوونکي درلودل.

ټويټر د ټرمپ حساب هغه مهال لغوه کړ چې په ۲۰۲۰م کال کې د جنورۍ په شپږمه نېټه د ولسمشر په توګه د جوبایډن د تاییدۍ پر مراسمو یو شمېر کسانو چې ویل کېدل د ټرمپ پلویان دي، د کانګریس پر ودانۍ حمله وکړه.

ټرمپ ویلي چې دی د ټولنیز ريښتیا په نوم یو جلا پلاتفارم رامنځته کوي او هملته به فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG