د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۴۱

نړۍ

ترکي بشرپال او سوداګر عثمان کاوالا پر عمري بند محکوم شو

انځور: عثمان کاوالا

ترکی بشرپال او سوداګر عثمان کاوالا چې د دولت د پرځولو لپاره د مظاهره چیانو د مالي ملاتړ پر هڅو تورن شوی و، په عمري قید محکوم شوی.

د کاوالا قضیې د ترکیې او د دې هیواد د ملاتړو، متحدو ایالتونو او اروپا ترمنځ یو جنجال رامنځ ته کړی او د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انترنشنل سمدستي کاوالا ته دغه سزا په ترکیه کې پر عدالت او بشري حقونو سخت ګوزار بللی دی.

د محکمې له پرېکړې مخکې ۶۴ کلن کاوالا په یوه بیان کې وویل چې پرده د لګول شویو تورونو لپاره څارنوالانو هیڅ کره شواهد نه دي وړاندې کړي او دغه سزا یې د قضایي قوې له خوا د ترور یو عمل بللی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان ویلي چې کاوالا د هغو مظاهرو یو تنظیمونکی و چې په ۲۰۱۳ کال یې په استانبول کې د ده د پلانونو پرضد ترسره کړې و.

په دغو مظاهرو کې یو شمېر کسان د پولیسو له خو وژل شوي و.

کاوالا دغه تور رد کړی او ویلي یې دي چې ده په ښکاره په دغو مظاهرو کې چې غیر منظمي وې او مشر یې نه درلود، ګډون کړی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلينکن د چين په اړه د امريکا د حکومت پاليسي څرګنده کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (پنجشنبې) د چین په اړه د ولسمشر جو بایډن د حکومت پالیسي څرګنده کړه.

ده چې په واشنګټن کې خبرې کولې، وویل، په داسې حال کې چې د امریکا متحدایالتونه په اوکراین کې د روسیې جګړه د نړیوال ثبات لپاره تر ټولو فوري ګواښ ګڼي، د بایډن اداره باوري ده چې چین لا ستر ګواښ پېښوي.

په واشنګټن کې د چین سفارت د بلینکن د څرګندونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

د پاکستان او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ خبرې بې پايلې شوې

د پيسو نړيوال صندوق لوګو

د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه د پاکستان خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د ورکولو لپاره شرط ایښی و چې د انرژۍ په برخو کې سبسایډۍ لېرې کړي.

پاکستان غوښتل چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۶ ملیارد ډالره پور د ترلاسه کولو لپاره له څو ورځو راهیسې خبرې کولې.

د پاکستان د اسعاري زېرمو د کمېدو له کبله په وروستیو اوونیو کې د پاکستاني روپیو ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

د ريال مادريد رزونکی د تاريخي ريکارډ په لټه کې دی

ارشيف

د ریال مادرید روزونکی د اروپا د اتلانو په لیګ کې د تاریخي ریکارډ په لټه کې دی.

ریال مادرید د اروپا د اتلانو په لیګ کې د ‌ډېرو بریاوو په درلودلو سره پارسن جرمن، چلسي او منچسر سېټي شاته پرېښودل او په نیمه پایلوبه کې به له لېورپول سره مخامخ شي.

د خبري رسنیو د راپورونو په بنسټ که ریال مادرید دا ځل د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټي، دا به څلورم ځل وي چې یاده لوبډله د روزونکي کارلو انچلوتي په روزنه کې اتلولي ګټي او نوموړی به یو مهم تاریخي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړي.

امريکا: د ايران لپاره د اټومي تړون د بيا را ژوندي کېدو احتمال کم دی

ارشيف

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی رابرټ مالي وایي، د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا را ژوندي کیدو احتمال ډېر کمزوری دی.

نوموړي پرون د امریکا سناجرګې ته وویل چې ډېر احتمال شته چې په دې اړه خبرې ناکامه شي.

مالي د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، په اوس وخت کې د دغه تړون د بیا را ژوندي کولو لپاره د بریالیو خبرو اترو چانس کم خو د ناکامۍ یې زیات دی او علت یې هم دا دی چې ایران ډېرې غوښتنې مطرح کړي چې دوی به ورته غاړه کښېنږدي.

د ایران یوه عمده غوښتنه دا ده چې متحده ایالات دې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک د بندیزونو له فهرسته وباسي، هغه څه چې ولسمشر جو بایدن ورسره مخالفت څرګند کړی دی.

سعودي عربستان له پاکستانه د خپل پور اخيستلو نېټه غځوي

د سعودي عربستان وليعهد او د پاکستان لومړی وزير

سعودي عربستان وايي، له پاکستان څخه د خپل ۳ ميلیارد ډالره پور د بېرته اخیستلو نېټه اوږدوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان دا خبره پرون د سویس په داوس ښار کې وکړه او ویې ویل چې په دې اړه پرېکړه به ژر عملي کړي.

په داسې حال کې چې پاکستان د اسعارو له سخت کمي سره مخامخ دی، د پورونو د ورکړې وخت یې راغلی خو سعودي عربستان، د دې لپاره چې پاکستان د پیسو د ادا کولو لپاره وخت پیدا کړي، د پور د مودې د اوږدلو لپاره د دغه هېواد له غوښتنې سره موافقه کړې ده.

شمالي وزيرستان کې دوه کسان وژل شوي

د پاکستان امنيتي ځواکونه

پوليسو ويلي دي، په شمالي وزیرستان کې دوه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په وزیرستانونو کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب په نوم له عملیاتو وروسته په دې سیمه کې شاوخوا ۴۵۰ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې پولیس د هدفي وژنو تازه پېښې تاییدوي او وايي چې دا پېښې په میرعلي بازار کې شوې دي.

پولیس وايي، د وژل شویو کسانو خپلوانو د خپلو عزیزانو د قتل په اړه په چا دعوه نه ده کړې.

د امريکا لخوا پر روسيې نوي بنديزونه لګول شوي

ارشيف

متحدو ایالتونو پر روسیې د بندیزونو په دوام د هغه معافیت د نه تمدیدولو پرېکړه کړې چې پر اساس یې روسیه د بانډونو یا ارزښتمنو پاڼو خاوندانو ته د امریکايي بانکونو له لارې پیسې ورکوي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د بانډونو په بدل کې د پیسو د پرې کولو لپاره د روسیې جواز چې د اعتبار موده یې نن ختمېږي، نور نه تمدیدوي.

مسکو د دې جواز په وسیله کولای شوای د خپلو پورونو سود او نور لګښتونه پرې کړي او د دیوالیه کېدو مخنیوی وکړي.

روسيې د برېتانيا د پارلمان پر ۱۵۰ غړيو دغه هېواد ته پر سفر کولو بنديز ولګاوه

ارشيف

روسیې د برېتانیا د پارلمان پر یوسل او پنځوس غړیو بندیز ولګاوه چې دغه هېواد ته سفر نه شي کولی.

مسکو دا پرېکړه د لندن په ځواب کې وکړه چې د روسیې د پارلمان نژدې ټول غړي یې برېتانیا ته له تګ څخه منع کړې دي.

برېتانیا دا بندیز پر اوکراین د روسیې د برید په خاطر لګولی دی.

د روسیې د بندیزونو په لېست کې د برېتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ویلیم هېګ نوم هم شته چې اوس د پارلمان غړی دی.

روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو بريدونه ډېر کړي

ارشيف

د اوکراین جګړه څلورمې میاشتې ته داخله شوه او اوس روسیي ځواکونو د دغه هېواد پر ختیځ فشار زیات کړی دی.

د راپورونو له مخې، پرون روسیي ځواکونو تر ټولو ډېرې حملې د لوهانسک پر سیمه وکړې.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې په ختیځ کې به د دونباس په سیمه کې هم د لنډې مودې په مخه وضعیت خراب شي.

پر اوکراین د روسیې د برید پرون درې میاشتې پوره شوې، خو تر اوسه روسیي ځواکونو د اوکراین هیڅ لوی ښار نه دی نیولی.

له افغانستانه د بریتانیا د وتلو بهير سيستماتيکه ناکامي وبلل شوه

آرشیف: په 2021 کال کې د کابل هوايي ډګر يوه څنډه

د بریتانیا د عوامو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې د دوی څېړنو ښودلې چې په ګډوډۍ کې له افغانستانه د بریتانیا د تېر کال وتل، په رهبري، پلان او تیاریو کې سيستماتيکه ناکامي په ډاګه کوي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د دغې څېړنې نتیجه پرون خپره شوه او له افغانستانه د بریتانیا د وتلو بهير یوه تراژیدي او له متحدینو سره یې خیانت بلل شوی.

د دغې کمېټې په وینا د بریتانیا دغه چلند به په راتلونکو کلونو کې د دې هېواد ګټو ته زیان ورسوي.

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې نږدې شل کلن حضور پای ته رسوي، بریتانیا هم له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه.

د فرانسپرس د راپور له مخې هغه مهال په سلګونو افغانان چې ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ و او له دې هېواده د ایستلو پر شرایطو برابر و، په دې هېواد کې پاتې شول.

د نړۍ شلو هېوادونو له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې

اوکرایني سرتېري

د نړۍ شلو هېوادونو د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې.

د متحدوایالتونو د دفاع وزیر لویډ اسټین پرون د مې په ۲۳مه د اوکراین د تماس ډلې له دوهمې غونډې وروسته دا خبر ورکړ. ښاغلي اسټین ډنمارک او چک جمهوریت د مثال په توګه یاد کړل.

ډنمارک موافقه کړې، چې اوکراین ته د خپلو سواحلو د دفاع لپاره هارپون ډوله توغندي ورکړي او چک جمهوریت منلې ده چې د یرغلیزو هیلیکوپټرو، ټانکونو او راکټي سیسټم په ګډون اساسي تجهیزات د اوکراین پوځ ته برابر کړي.

د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېست لوبه پیل شوه

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله

د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېست لوبه نن پیل شوه.

دا لوبه چې نن سهار د بنګله دېش په پلازمېنې ډهاکې کې پیل شوه، بنګله دېش په ۲۴ منډو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د مشفق الرحیم او لېتون داس د غوره ملګرتیا په پایله کې د کوربه لوبډلې منډې له ۲۰۰ واوښتې او لا هم یاده لوبډله خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

کاسن راجیثا د بنګله دېش درې او اسیتا فرنانډو دوه لوبغاړي له میدانه بهر کړل.

په دې لوبه کې د سریلانکا لوبغاړی کوشال منډيس په پښتیو که درد له امله له میدانه بهر شو او اوس په روغتون کې بستر دی. د منډیس د اوسني وضېعت او لوبې ته د بېرته را ستنېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ ټېست لوبه په مساوي توګه پای ته رسېدلې وه.

امریکا کې روغتیاپالانو د لسګونه افغانانو د غاښونو وړیا درملنه کړې

آرشیف

د امریکا د ویرجینیا په فال چرچ ښار کې یوه ډله روغتیاپالانو د لسګونه افغانانو د غاښونو وړیا درملنه او معاینه کړې.

روغتیاپالان چې د مذاهبو د یووالي د یوې ډلې له خوا ګمارل شوي وو پرون یې د هغو ۷۰ افغانانو معاینه وکړه چې تازه امریکا ته تللي دي.

دغو افغان کډوالو ته د غاښونو د پاکوالي په خاطر ځینې مواد هم مرسته شول.

د ارزونو په اساس د غاښونو معاینه او پاککاري په لویدیځو هېوادونو کې ډېر لګښت لري او په اوسط ډول د یوه غاښ په عادي پاک کولو باندې پنځوس ډالره لګېږي.

امریکا څه باندې ۱۲۴ زره کسان تېر اګست له افغانستانه وایستل چې ترمنځ یې تر دې دمه نږدې اتیا زره افغانان دغه هېواد ته انتقال کړي.

د اذربايجان او ارمنستان مشرانو د "نګورنو – قره باغ" سيمه کې د سولې په اړه خبرې کړي

د اذربایجان ولسمشر ویلي، له ارمنستان سره یې د اړیکو عادي کېدو ته پنځه اصله ټاکلي دي

د اذربایجان او ارمنستان مشرانو د لانجمنې سیمې نګورنو-قره باغ د سولې د طرحې په تړاو په بروکسل کې خبرې وکړې.

د اروپا د شورا مشر چارلز میشل له پرونیو درې اړخیزو خبرو مخکې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدر اعظم نیکول پاشینیان سره جلا - جلا دوه اړخیزې کتنې درلودې.

د اذربایجان ولسمشر ویلي، له ارمنستان سره یې د اړیکو عادي کېدو ته پنځه اصله ټاکلي دي، دا هغه اصول دي چې د ارمنستان صدر اعظم هم د منلو وړ بللي دي.

د پاشنیان دغو څرګندونو د ده د مخالفانو هغه ادعا پیاوړې کړې چې وایي، ارمنستان چمتو دی چې پر نګورنو قره باغ د اذربایجان حاکمیت په رسمیت وپېژني.

د اوکراين ولسمشر نن په داووس کې د نړۍ اقتصادي غونډې ته وينا کوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه په داووس کې د نړۍ اقتصادي غونډې ته وینا وکړي.

د راپورونو له مخې زلنسکي به ماذیګر مهال د ویډیو کانفرانس له لارې له دې غونډې سره یو ځای شي.

ټاکل شوې د نړۍ اقتصادي غونډه کې له اوکراینه ملاتړ اعلان شي.

د سویس د داووس ښار په دې غونډه کې به د نړۍ څه باندې دوه نیم زره سیاستوال او اقتصادي مشران ګډون وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG