د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۱۳

د بدني روزنې اداره: بلخ کې د موی تای سيالۍ پيليږي


ارشيف

د موی تای لوبې افغان لوبغاړی فرید تایلندی د خپل ایراني سیال په وړاندې سیالي ته چمتوالی نیسي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکې کې په بلخ ولایت کې د موی تای سیالۍ پیل شي چې د یو شمېر نورو هېوادونو لوبغاړي به هم په کې برخه ولري.

په دې سیالیو کې به فرید تایلندی د خپل ایراني سیال په وړاندې ولوبېږي.

د يادونې ده چې د افغانستان د موی تای دې ځوان لوبغاړي په دې وروستيو کې په نيمروز ولايت کې د ترسره شويو سياليو په دويم پړاو کې خپل پاکستاني سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتل شو.

XS
SM
MD
LG