د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۰۷

خبرونه

ترکيې هرات کې ۲۵۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وکړه

انځور: هرات کې د تور غونډۍ بندر کې د ترکيې د مرستو جوپه

په هرات کې د ترکیې قونسلګري وايي په بادغیس ولایت کې پر ۲۵۰ اړو کورنیو د دوی له خوا بشري مرستې ووېشل شوې.

دغې قونسلګرۍ پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دغه مرستې د ترکیې د ولسمشر په سپارښتنه د ترکیې د داخلي افتونو او اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ برابرې شوې وې.

ترکیې تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر اړو کورنیو بشري مرستې وېشلې وې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن زمبابوې ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، افغان لوبډله له زمبابوې سره د دریو یو ورځنیو او دریو شل اوریزو سیالیو لپاره نن له غرمې وروسته یاد هېواد ته روانه شوه.


افغان لوبډله به د مهالوېش له مخې د راتلونکې جون میاشتې په ۴مه نېټه د کوربه لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي او د شل اوریزو لوبو لړۍ هم د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه پیلېږي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبغاړو له زمبابوې سره سیالیو ته پوره تیاری نیولی او د لوبډلې غوره لوبو ته په تمه دي.

په هرات کې د لامبو سیالۍ وشوې

ارشیف

په هرات کې د لامبو سیالۍ وشوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د لامبو منتخبې سیالۍ تېره ورځ د ۳۰ لوبغاړو په ګډون وشوې.

په دې سیالیو کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې لوبغاړو ګډون کړی وو.

د دې سیالیو په پای کې د لویانو په سني کټګورۍ کې نذیر احمد لومړی مقام او سید جعفر دویم مقام، په ځوانانو کې طاهر لومړی مقام او راشد دوهم مقام او په تنکیو ځوانانو کې ارمین محمدي لومړی مقام او الیاس مومند دویم مقام خپل کړل.

ای پي ایل؛ نن شپه بنګلور او لکنو سیالي لري

د رویال چېلینجرز بنګلور لوبډلې لوبغاړی ویرات کهولي

د هند کرکټ غوره لیګ د نن شپې لوبه کې رویال چېلینجرز بنګلور او لکنو سوپر جاینټس لوبډلې لوبېږي.

دا لوبه د هند په کلکتې ښار کې د افغانستان په وخت ماښام ۰۶:۳۰ بجې پيلېږي.

د هند غوره لیګ د جدول دوو مخکښو لوبډلو ګجرات تیتانز او راجستان رویالز تېره شپه لوبه وکړه، چې ګجرات د راجستان په ماتولو سره د ای پي ایل پایلوبې ته لار ومونده خو راجستان لوبډله بیا هم چانس لري او په تمه به وي چې د جمعې په ورځ د نن شپې له ګټونکې لوبډلې سره لوبه کړي.

د جمعې ورځې لوبه چې هرې لوبډلې وګټله، د هند د کرکټ غوره لیګ پایلوبې ته ځي او له ګجرات تیتانز لوبډلې به سره د هند غوره لیګ د اتلولي ګټلو په خاطر سیالي وکړي.

د یادونې ده، چې د هند کرکټ غوره لیګ پایلوبه د یکشنبې په ورځ د هند په احمداباد ښار کې کېږي.

ټام ويسټ د طالبانو په اړه د امنيت شورا پرېکړه مهمه بللې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې بیان مهم بللی او ویلي یې دي، چې نړۍ په یوه خوله له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیت لګولو له پالیسیو دې لاس واخلي.

ښاغلي ویسټ په یوه ټویټ کې دا خبره کړې او دغه راز یې ویلي چې نړۍ دغه راز غوښتنه کړې چې بشرپاله لوبغاړي دې له خنډ پرته لاسرسۍ ولري او پراقتصادي ثبات یې د دوامداره هڅو خبره کړې ده.

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو هېوادونو پرون په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودولو له پالیسۍ لاس واخلي.

د کندهار کرنې رياست: ځمکني توت د کوکنار ښه بديل دی

سږ کال کندهار کې د ځمکني توتان د حاصلاتو کچه هم لوړه وه

د کندهار د کرنې ریاست د مېوو برخو مسول ایمل وفا نن ازادي راډيو ته وویل، چې په کندهار کې ځمکني توتان د کوکنارو د بدیل په توګه ګټور ثابت شوي او حاصلات یې هم سږ کال په دې ولایت کې ډېر شوي دي.

ښاغلی وفا وايي، همدا اوس په ۵۰ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي دي چې بزګر ښه ګټه په‌کې کوي.

په کندهار کې د صبغت الله په نوم یوه بزګر ازادي راډيو ته وویل، له ۳ کلونو راهیسې یې ځمکني توتان کرلي دي چې په خبره یې د کال په ۴ فصلونو کې حاصل ورکوي او له دې درکه ښه عاید لري.

نوموړی وايي، په اوس وخت کې یو کیلو ځمکني توتان په ۲۰۰ افغانۍ خرڅېږي چې د کندهار ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم د پلور لپاره وړل کېږي.

د یادونې ده چې ځمکني توتان په کندهار، ننګرهار، دایکندي، بلخ، هرات او پروان ولایتونو کې کرل کېږي.

ننګرهار: د نفرايټو د ۱۱ کانونو د استخراج چارې پيل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولايت موقعیت

د ننګرهار د کانونو ریاست وايي، په دې ولایت کې د نفرایټو د ۱۱ کانونو د استخراج چارې پیل شوې دي.

د ننګرهار د کانونو او صنایعو خونې رئیس تورملنګ شګیوال نن ازادي راډيو ته وویل، دا کانونه د کورنيو شرکتونو له لوري استخراجېږي.

ښاغلی شګیوال وايي، د کانونو د استخراج تړونونه له ۵۰۰ زره تر ۶ میلیونه افغانیو پورې شوې دي چې سلګونو کسانو ته په کې کاري فرصتونه هم پيدا شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ورځې له ۱ تر ۳ ټنو پورې د نفرایټو قیمتي کاڼي د ننګرهار له کانونو استخراجېږي.

ویل کېږي چې همدا اوس په پنځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، پروان، میدان وردګو او کاپیسا کې د نفرایټو د قیمتي کاڼو د استخراج چارې روانې دي.

د امريکا لخوا پر روسيې نوي بنديزونه لګول شوي

ارشيف

متحدو ایالتونو پر روسیې د بندیزونو په دوام د هغه معافیت د نه تمدیدولو پرېکړه کړې چې پر اساس یې روسیه د بانډونو یا ارزښتمنو پاڼو خاوندانو ته د امریکايي بانکونو له لارې پیسې ورکوي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د بانډونو په بدل کې د پیسو د پرې کولو لپاره د روسیې جواز چې د اعتبار موده یې نن ختمېږي، نور نه تمدیدوي.

مسکو د دې جواز په وسیله کولای شوای د خپلو پورونو سود او نور لګښتونه پرې کړي او د دیوالیه کېدو مخنیوی وکړي.

د هند کرېکټ سيالۍ: ګجرات ټايټانز لوبډلې فاينل ته لار ومونده

د افغان کرېکټ نوميالی توپ اچوونکی راشد خان هم په ګجرات ټايټانز کې لوبيږي

د ګجراټ ټایټانز لوبډلې چې نومیالی افغان بالر راشدخان پکې لوبېږي، د IPL یا د هند د کرکټ د پریمیر لیګ فاینل ته لاره ومونده.

ګجرات لوبډله د راجستان رویالز پر وړاندې په دې لوبه کې د کپټان هاردیک پانډیا او د جنوبي افریقا د توپ وهونکي دیوید میلر د ۱۰۶ منډو او په دوهمه پاړۍ کې د راشد خان د بالېنګ په مټ چې په څلورو اورونو کې یې مقابل ټیم ته یوازې ۱۵ منډې ورکړې بریالۍ شوه او فاینل ته ووته.

د جمعې په ورځ به مالومه شي چې په فاینل لوبه کې چې د راروانې یکشنبې په ورځ د مې په ۲۹مه په احمدآباد کې ترسره کېږي، له ګجرات ټایټانز سره کومه لوبډله مخامخ کېږي.

د آی پي ایل په سږني جام کې له راشدخان پرته دې نور افغان لوبغاړي هم د بېلابېلو لوبډلو له خوا اخیستل شوي وو.

طالبانو کابل کې پنځه تنه د دوو سټنګر توغنديو د خرڅلاو په تور نيولي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پنځه تنه د قاچاق او د دوو سټنګر توغندیو د خرڅلاو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو په وزارت کې د درنو جرمونو او له فساد سره د مبارزې د څانګې مشر مولوي محمد مامور حنفي پرون په خپل ټویټر کې په یوه خپاره کړي پیغام کې وویل چې دا کسان د کابل د خاک جبار ولسوالي دي.

نوموړي ليکلي: "دوه بریتانیایي سټینګر توغندي مو کشف کړل. د خلکو مرسته د دې عملیاتو د بریا اصلي سبب دی"

سټینګر د الوتکو د نسکورولو لپاره یوه اغېزمنه وسله ده.

روسيې د برېتانيا د پارلمان پر ۱۵۰ غړيو دغه هېواد ته پر سفر کولو بنديز ولګاوه

ارشيف

روسیې د برېتانیا د پارلمان پر یوسل او پنځوس غړیو بندیز ولګاوه چې دغه هېواد ته سفر نه شي کولی.

مسکو دا پرېکړه د لندن په ځواب کې وکړه چې د روسیې د پارلمان نژدې ټول غړي یې برېتانیا ته له تګ څخه منع کړې دي.

برېتانیا دا بندیز پر اوکراین د روسیې د برید په خاطر لګولی دی.

د روسیې د بندیزونو په لېست کې د برېتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ویلیم هېګ نوم هم شته چې اوس د پارلمان غړی دی.

د طالبانو ماليې وزارت: يو شمېر سوداګرو بهر ته غنم لېږدولي

ارشيف

د طالبانو مالیې وزارت وایي، یو شمېر سوداګرو د حاصلاتو په وخت غنم احتکار کړي او له افغانستانه یې بهر وړې دي.

د دې وزارت ویاند احمد ولي حقمل پرون باختر اژانس ته وویل، د سوداګرو دا کار د دې سبب شوی دی چې د غنمو بیې په افغانستان کې لوړې شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اوس لپاره افغانستان د غنمو له پلوه په ځان بسیا نه دی.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ټولو ګمرکونو ته امر وکړ چې تر دې وروسته دې بهر ته د غنمو د صادراتو مخه ونیسي.

روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو بريدونه ډېر کړي

ارشيف

د اوکراین جګړه څلورمې میاشتې ته داخله شوه او اوس روسیي ځواکونو د دغه هېواد پر ختیځ فشار زیات کړی دی.

د راپورونو له مخې، پرون روسیي ځواکونو تر ټولو ډېرې حملې د لوهانسک پر سیمه وکړې.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې په ختیځ کې به د دونباس په سیمه کې هم د لنډې مودې په مخه وضعیت خراب شي.

پر اوکراین د روسیې د برید پرون درې میاشتې پوره شوې، خو تر اوسه روسیي ځواکونو د اوکراین هیڅ لوی ښار نه دی نیولی.

ديبورا لاينز له کرزي سره د افغان نجونو پر زده کړو خبرې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي مشره دیبورالاینز

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي ( یوناما ) مشرې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان نجونو د زده کړو په تړاو خبرې کړي.

دیبور الاینز پرون په کابل کې د ښاغلي کرزي په کور کې له هغه سره وکتل او د دې لیدنې کتنې په تړاو د یوناما په ټویټر کې راغلي دي چې د ښځو او نجونو د حقونو، د رسنیو د ازادۍ او د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې د هر اړخیزو خبرو په تړاو یې له یوه بل سره نظرونه شریک کړل.

دیبور الاینز تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم د نجونو د زده کړې او د ښځو د حقونو په تړاو خبرې کړې وې.

ننګرهار کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

ارشيف

د ننګرهار د کانال ریاست وايي، تمه لري چې سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو له حاصلاتو ۲۵۸ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.

د ننګرهار د کانال ریاست ویاند سید همایون غریب مل نن ازادي راډیو ته وویل، سږ کال یوازې د ننګرهار په کانال کې پر ۲۱ زره او ۵۳۸ جریبه ځمکه غنم کرل شوي چې د دوي د تخمین له مخې ۸۳۳ زره او ۶۵۵ منه غنم به ترې ترلاسه شي.

د ننګرهار کانال ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال څه باندې زر تنه په یاد کانال کې د غنمو پر کښت او کار بوخت دي.

د ښاغلی غریب مل په خبره، د کانال ریاست هڅه کوی چې په ننګرهار کې د غنمو کښت لا پراخ شي او د غنمو له اړخه د ننګرهار د ځان بسیاینې ترڅنګ، نورو ولایتونو ته هم غنم صادر کړي.

له کندهاره بهر ته د اينځرو صادرات ډېر شوي

اينځر

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خوني مرستیال عبدالباقي بینا نن ازادي راډیو ته وویل، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې څه باندې ۲۵ زره ټنه اینځر له کندهاره بهر ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې ۱۴۹ میلیونو امریکایي ډالرو ته رسیږي.

د ښاغلي بینا د معلوماتو پر بنسټ په کندهار کې له انار او انګورو وروسته اینځر په درېیمه درجه مېوو کې راځي چې تولید او صادرات یې ډېر دی او په روان لمریز کال کې به یې تولید د تېر کال په پرتله ډېر وي.

په کندهار کې تولید شوي اینځر هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادریږي.

اوس مهال په کندهار ولایت کې یو کیلو اینځر په ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG