د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د افغانستان فوټسال ملي ټیم د اسیا اتلولۍ جام د غوراوي پړاو لپاره بشکېک ته ځي


ارشیف، د افغانستان فوټسال لوبډلې ځیني لوبغاړي
ارشیف، د افغانستان فوټسال لوبډلې ځیني لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د اسیا اتلولۍ جام د غوراوي پړاو لپاره نن د قرغزستان پلازمېنې بشکېک ته ځي.

د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې د اسیايي جام غوراوي سیالۍ چهارشنبه پيلېږي.

افغانستان په خپله ډله کې له ازبکستان، تاجکستان او نیپال سره مخ دی.

د فوټسال اسیايي لوبې دوه میاشتې وروسته د کوېټ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG