د اروپا او اسټرالیا په لیګونو کې دوه لوبېدونکي افغان لوبغاړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره يو ځای کېږي.
د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز معشوف نن ازادي راډيو ته وویل چې دا دوه لوبغاړي یې رابللي چې د افغانستان په ملي لوبډله کې ولوبېږي.
د ښاغلي معشوف په خبره رحمت الله اکبري او سلیمان زرمتی چې په اوس وخت کې د اسټرالیا او سويډن د فوټبال په لومړي لاس لیګونو کې لوبېږي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي انوش دستګیر له خوا بلنه ورکړل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې جامه واغوندي.
تر دې مخکې د حسین په نوم یو بل لوبغاړي هم چې په اروپايي لیګونو کې لوبېده، د افغانستان د فوټبال په ملي لوبډله کې د لوبېدو بلنه یې منلې وه.
ویل کېږي چې دا درې واړه لوبغاړي به ډېر ژر د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له روزنیز کمپ سره يو ځای شي.