د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ د شل اورونو لړۍ پیلېږي


د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ کرکټ سيالۍ
د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ کرکټ سيالۍ

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اورونو لړۍ پیلېږي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دا لوبې سر له سبا شروع کېږي: "ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د شل اورونو لوبو لړۍ پنجشنبه پیل شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ به د شل اورونو دوه نړیوالې لوبې ترسره شي. د دغو لوبو لپاره افغان لوبډلې ښه چمتووالی نیولی او که خدای کول پایله به‌یې هم ښه وي."

افغان لوبډله به د شل اورونو دوهمه لوبه د شنبې په ورځ له بنګله‌دېش سره وکړي.

XS
SM
MD
LG