د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۳۲

د مدافع وکیلانو ټولنه: د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د کار جواز نه‌دی راکړی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې غړي وایي، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت تراوسه دوی ته د فعالیت جواز نه دی ورکړی او دوی بې‌برخلیکه حالت سره مخ دي.

د دې ټولنې یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د طالبانو حکومت دې د دوی ستونزې ژر حل کړي او دوی ته د فعالیت جوازونه دې هم ورکړي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې دوو غړو خوشحال مشعل او ذبیح الله ضیایي رسنیو ته وویل:" مدافع وکیلانو ته دې بېرته خپلواکي ورکړل شي او د دوی خپلواکۍ ته دې درناوی وشي."

"په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت کابینې عدلیي وزارت ته لارښونه کړې وه چې پر مدافع وکیلانو دې جوازونه ووېشي، خو عدلیې وزارت په دې برخه کې اقدام نه دی کړی."

دغه وکیلان وايي، د دوی د ډېرو همکارانو برخلیک نه دی معلوم او ځینې خو یې ان خپل مسلک هم پرېښی دی.

دوی غواړي چې عدلیي وزارت پر دوی فشار را نه وړي او له دې وزارت سره د دې ټولنې د یوځای کېدو له امله دې د دوی خپلواکي تر پوښتنې لاندې نه راولي.

دا لومړی ځل نه دی چې د مدافع وکیلانو ټولنې غړي اعتراض کوي، بلکې دوی وړاندې هم د طالبانو له حکومت سره خپلې غوښتنې شریکې کړې وې.

هڅه مو وکړه چې په دی اړه د عدلیي وزارت د چارواکو نظر واخلوو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه‌شوو.

له دې وړاندی د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند محمد بشار ازادي راډیو ته ویلي وه، مدافع وکیلان خپلواک دي او په خپله کاري ساحه کې خپلواک عمل کولای شي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، یاده ټولنه په۱۳۸۷ کال کې جوړه شوه او په همدې کال کې یې د مدافع وکیلانو د نړیوال بنسټ غړیتوب هم ترلاسه کړ.

د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه وايي، شپږ زره وکیلانو له دې ټولنې د فعالیت جواز اخیستی چې له دې شمېر۱۵۰۰ تنه یي ښځې دي.

XS
SM
MD
LG