د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې نن درېیمه او وروستۍ لوبه کوي


د افغانستان او بنګله دېش لوبه
د افغانستان او بنګله دېش لوبه

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټيمونه نن/دوشنبه په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې سره مخ دي.

افغانستان له بنګله دېش سره د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپر لیګ په دې سیریز کې دواړه لومړنۍ لوبې بایللي دي او ځینې مهم امتیازونه یې له لاسه ورکړي.

د سوپر لیګ په پای کې د سر ۸ ټيمونه نېغ په نېغه نړیوال جام ته ورځي او پاتې لوبډلې باید په غوراوي ټورنمنټ کې برخه واخلي.

د افغانستان او بنګله دېش لوبې په چیټاګام ښار کې مخ ته ځي.

تمه ده له دې یو ورځنۍ لوبې وروسته افغان لوبډله دوه شل اوریزې لوبې هم له بنګله دېش سره وکړي.

XS
SM
MD
LG