د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۰۰

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې افغان ټیم ته په ۴ وېکټو ماتې ورکړه


افغان کرکټ لوبډله د بنګله دېش په مقابل کې

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې افغان ټیم ته په یوه ورځنۍ لوبه کې په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ افغان لوبډلې وکړ چې په نهه څلویښتم اوور کې یې دوه سوه پنځلس منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د دې په ځواب کې په پيل کې د بنګله دېش ټیم خراب ولوبېد چې په پنځه څلوېښت منډو یې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو تردې وروسته د بنګله دېش بل لوبغاړی اوټ نه شو او ټاکلی هدف یې بشپړ کړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش سره دوې نورې یو ورځنۍ او دوه شل اووره لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG