د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۴۷

افغانستان، ایران او پاکستان کې له مذهبي اقلیتونو سره څنګه چلند کیږي؟


افغانستان، ایران او پاکستان کې له مذهبي اقلیتونو سره څنګه چلند کیږي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:29:05 0:00

افغانستان، ایران او پاکستان له هغو هېوادونو څخه دي چې په کې له دیني / مذهبي اقلیتونو سره د تبعیض، او ان خونړي زور زیاتي پېښې پرلپسې پېښیږي. په افغانستان کې هندوان، سیکان او شیعه مسلمانان په وار وار د هدفي بریدونو قرباني شوي او ګڼ شمېر یې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. په پاکستان کې یوه اونۍ مخکې پاریدلو خلکو یو سریلانکايي مسیحي اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن کړ، په وهلو ډبولو یې وواژه او وروسته یې د هغه جسد ته اور واچوه. د ایران حکومت بیا یوازې څلور دینونه؛ اسلام، مسیحیت، یهودیت او زرتشتي په رسمیت پیژني. په نړۍ کې د دیني ازادیو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیر کال په راپور کې ایران د یو داسې هېواد په توګه یاد شوی چې د شیعه مسلمانانو پرته د نورو مذهبونو او دینونو منډپالي په کې د تبعیض سره مخ دي او ان د کار موندنې او زده کړو په چاره کې له قانوني محدودیتونو سره مخ کیږي. له ازادي راډیو صفي الله ستانکزي، له فردا راډیو ملینا خورشیدیان او له مشال راډیو احمد شاه اعظمي په همدې مسالو خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG