د افغانستان د مویتای د ملي ټيم دوه غړي تایلنډ کې نړیوال جام کې برخه اخلي.
دا خبره د مویتای فدراسیون یوه مسؤل علي ظفر عاطفي ازادي راډیو ته وکړه.
دی وايي: "یوسف جهانګیر له خپل سنګاپوري سیال سره لوبه کوي او کهیې وګټله بیا به بل رونډ ته ځي. په همدې ترتیب به د سې شنبې په ورځ جعفر عاطفي له تايلنډي لوبغاړي سره مبارزه کوي."
یوسف جهانګیر هغه افغان لوبغاړی دی چې ۲۰۱۹ کالیې هم د مویتای له نړیوالو سیالیو د برنزو مډال ګټلی و.
د مویتای دا سیالۍ د ۹۴ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د تایلنډ په پلازمېنه بنګاک کې له یکشنبې پیل شوي چې د ډسمبر تر ۱۱مې دوام کوي.
مویتای د تایلنډ یو رزمي ورزش دی چې په ټوله نړۍ کې لکونه ځوانان پرې بوخت دي.
په دې ورزش کې ورزشکاران د سوکانو او لغتو ترڅنګ د زنګنو او څنګلو په واسطه هم خپل سیالان وهي.