د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۳

کونړ د رسنیو د استازو ترمنځ کرکټ؛ ملي راډیو ټلوېزیون بریا خپله کړه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کونړ په مرکزي لوبغالي کې د رسنیو د استازو ترمنځ د کرکټ لس اوورېزه سیالۍ تېره ورځ ترسره شوې.

په دې سیالۍ کې دوه لوبډلو ګډون کړی وو چې لوبه د ملي راډیو ټلوېزیون د لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په لسګونو کسان د دغه لوبې لیدلو ته ورغلي وو چې هر یو لوبډلو هڅولو لپاره لاسونه پړقول او خوښې يې کوله.

یاده سیالۍ په هېواد کې د بیان ازادۍ په ملاړ جوړه شوې وه.

په کونړ کې په داسې حال کې د بیان ازادۍ پر ملاتړ د کرکټ لس اوورېزې سیالۍ ترسره کېږي چې په هېواد کې د نوي بدلون راتګ او د نړیوالو د مرستو بندیدو سره، زیاتو رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې دروازې تړلي او ګڼ کار کوونکي يې بې روزګاره شوي.

XS
SM
MD
LG