د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د المپيک نړیوالې کمېټې چارواکو په قطر کې له افغان لوبغاړو سره وليدل


قطر کې د المپيک نړیوالې کمېټې چارواکو او افغان لوبغاړو ليدنه
قطر کې د المپيک نړیوالې کمېټې چارواکو او افغان لوبغاړو ليدنه

د المپيک د نړیوالې کمېټې چارواکو له هغو افغان لوبغاړو سره کتلي چې په قطر کې دېره شوي.

دا خبره د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه خاطر په خپل ټویټر کړې ده.

هغې زیاته کړې د یکشنبې په ورځ د قطر د المپيک په ملتیا د المپیک نړیوالې کمېټې چارواکو په دوحه کې د افغانستان د باسکټبال د نجونو او هلکانو له ټيمونو سره وکتل او له هغوی سره‌يې د همکاریو ډاډ ورکړ.

اغلې خاطر د المپیک له چارواکو مننه کړې چې د افغان لوبغاړو حال‌یې اخیستی دی.

د افغانستان د ملي ټيمونو اکثر لوبغاړي په تېره بیا نجونې یو شمېر اروپايي هېوادونو ته رسېدلي او ګڼې نورې په قطر کې په موقتي کمپونو کې اوسي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د نجونو ورزش درېدلی دی.

XS
SM
MD
LG