د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په شپږ تنو ایرانیانو او یوې کمپنۍ چې په ایرانيالاصلو کسانو پورې تړاو لري بندیزونه ولګول.
دغه وزارت ویلي چې دې کسانو د دې لپاره چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رأی ورکوونکو اعتماد زیانمن کړي د امریکا په انتخاباتي سیستم کې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کړې وه.
پر دې سربېره د دغو کسانو په منځ کې دوو تنو چې عمرونهیې د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ دي، د نیویارک محکمې ته پر خپل تور اعتراف وړاندې کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت کې د شتمنیو د کنټرول ادارې ویلي، دا کسان چې بندیز پرې لګول شوی دی، د امریکا په انتخاباتو کې د تخریبي نفوذ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت عوامل وو.
د دې راپور له مخې، امریکا د ایران په شمول د حکومتونو تر ملاتړ لاندې عواملو سایبري هڅې کشف کړې دي.
د امریکا د خزانې وزارت د شتمنیو د کنټرول اداره وايي، کمپنۍ او شپږ تنه نور چې بندیزونه پرې لګول شوي، د ۲۰۲۰ د اګسټ او د همدغه کال د نومبر ترمنځ په ۴ میاشتو کې چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاینونه په اوج کې وو، په انلاین ډول د خپلو هدفونو لپاره هلې ځلې کړې دي.
د راپور له مخې، دا کسان بریالي شوي چې د امریکا د ځینو رسنیو اکاونټونو او ۱۱ دولتي وېبپاڼو ته نفوذ وکړي.
د امریکا د خزانې وزارت د شتمنیو د کنټرول د ادارې پر اساس، دغو کسانو دروغي معلومات خپاره کړي، جعلي وېډیوګانې یې چمتو کړي او رأی ورکوونکو تهیې ګواښوونکي اېمېلونه استولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده پر ۶ ایرانیانو د بندیز په اړه په غبرګون کې وویل چې دا د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ترمپ د ناکامو پالېسیو دوام دی.
ده د ایراني وګړو له لوري د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنې ادعا بېاساسه او د عامه افکارو د تېر باسلو لپاره وبلله.