د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

عمران خان: که پر طالبانو فشار دوام وکړي، افغانستان کې به بیا ۹۰مه لسیزه تکرار شي


د پاکستان صدراعظم عمران خان او یو شمېر طالب چارواکي
د پاکستان صدراعظم عمران خان او یو شمېر طالب چارواکي

د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

عمران خان وايي، که پر طالبانو د نړیوالې ټولنې فشار دوام وکړي، په دې هېواد کې به یو ځل بیا د ۹۰مې لسیزې پېښې تکرار شي.

عمران خان د لندن یوې انلاین رسنۍ مېډل ایسټ‌ ای سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې وضعیت نازک دی او امریکا ته په‌کار ده چې حالت منظم کړي.

له دې خبرو د عمران خان هدف د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندو پر وړاندې د شته خنډونو لیرې کول دي.

د پاکستان صدراعظم وايي، پر طالبانو بندیزونه او دوی یوازې پرېښودل ناورین ته لار پرانیزي، هغه چې لا وړاندې یې نښانې لیدل کېږي.

دی زیاتوي: "اوس د افغانستان لپاره نازک حالات دی. نړۍ ته ښايي چې دوی سره خبرې وکړي، ځکه که دوی له ځانه لیرې کړي، طالبان به په داخل کې خپل تحریک لا سخت دریځه کړي. دا وضعیت په ډېرې اسانۍ طالبان د ۲۰۰۱ یعنې ۲۰ کاله پخواني حالت ته وړای شي چې داسې وضعیت بیا ناورین دی."

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

په ۹۰مو کلونو کې په افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه وه چې په پایله کې یې د دې هېواد ټول بنسټونه ونړېدل او ملیونونه افغانان نورو هېوادونو ته کډه شول.

عمران خان وايي، امریکا غوښتل په افغانستان کې جمهوري نظام بقا وکړي، بشري حقونو ته درناوی ځای ونیسي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه‌شي، خو د ده په خبره، د طالبانو په راتګ سره، دا هر څه له‌منځه ولاړل.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، عمران خان په ځلونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، خو خپله پاکستان لا دا کار نه‌دی کړی.

د پاکستان صدراعظم طالبان د داعش پر ضد د مبارزې لپاره یوه غوره وسیله بولي او زیاتوي، دوی توانېدلي چې په هر څه واکمن شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته داعش ډلې په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونه کړي چې د حامد کرزي د هوايي ډګر په یوه دروازه او په کندز کې یې وروستي بریدونه ملکیانو ته ډېره مرګ‌ژوبله واړوله او نړیوال غبرګونونه‌یې له ځانه سره درلودل.

کندز کې پر یوه جومات د داعش د حملې له امله د لسګونه وژل شویو کسانو د خاورو ته سپارلو مراسم
کندز کې پر یوه جومات د داعش د حملې له امله د لسګونه وژل شویو کسانو د خاورو ته سپارلو مراسم

د اګسټ په ۲۶مه د حامد کرزي د هوايي ډګر په یوې دروازې په برید کې ۱۳ امریکايي عکسر هم ووژل شول.

عمران خان په خپله مرکه کې دا هم ویلي چې طالبانو له نړیوالې ټولنې سره بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرو ډلو سره د پرېکون ژمنه کړې او نړۍ هم د دې ژمنو عملي کېدو ته په تمه ده.

عمران خان د افغانستان په مخکېني حکومت هم نیوکې کړي او هغه‌یې یوه مفسده اداره بللې، خو د افغانستان ګوښه شوي جمهور رئیس غني په مشرۍ حکومت بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورناوه او ویل‌یې باید دواړه سپیناوی ورکړي چې سره څه اړیکې لري.

طالبانو که څه هم د عمران خان د نویو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې له نړۍ سره د ښو اړیکو خبره کړې او په دوحه کې یې له امریکايي پلاوي سره وروستۍ لیدنې هم مثبتې بولي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي تېره اوونۍ رسنیو سره مرکه کې د طالبانو په ملاتړ د عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو له څرګندونو ملاتړ وکړ او ویې‌ویل، دا په دې معنی نه‌دي چې ګنې پاکستان د دوی په استازولۍ غږېږي.

XS
SM
MD
LG