د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

افغان کډوال مرغه فرانسوي ژبه زده کړې


افغان کډوال مرغه فرانسوي ژبه زده کړې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

هغه ښارو چې له یوې افغان کورنۍ سره له کابل بهر ته وړل شوې، اوس په متحده عربي اماراتو کې د فرانسې د سفیر په کور کې ساتل کېږي. دا ښارو جوجي نومېږي. یوه افغانه ماشومه نجلۍ چې د تخلیې د بهیر پر مهال له کابله له خپلې کورنۍ سره د یوې الوتکې په وسیله وتلې دا ښارو یې هم له ځانه سره وړې ده. تر یوې لنډې دمې ورسته د نوموړې ټوله کورنۍ فرانسې ته وړل شوې خو چارواکو د روغتیايي ستونزو له امله د ښارو د وړلو اجاره ورنه کړه او جوجي اماراتو کې پاتې شوه. د فرانسې سفیر ښارو له ځانه سره خپل کورته یوړه خو دغې افغان ماشومې سره یې ژمنه وکړه ، چې جوجي به هم ډېر ژر فرانسې ته درشي. اوس جوجي فراسنې ته تګ لپاره چمتو کېږي او لومړني ګامونه یې هم اخیستي – د فرانسوي ژبې زده کړه.

XS
SM
MD
LG