د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د ترهګرو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو په اړه د امریکا او جرمني تازه اندېښنې


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال چې په ترورېسي حملو او فعالیتونو تورن دي.
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال چې په ترورېسي حملو او فعالیتونو تورن دي.

امريکا او جرمني په افغانستان کې د ترهګرو د بيا فعاله حضور او په دغه هېواد کې د دوی لپاره د خوندي پټنځايونو د بيا جوړېدو په اړه اندېښنې لري.

د دغو دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ويلي، په افغانستان کې اوسنيو حالات د دې چارې د حقیقت کېدو لپاره تر ډېره لاره پرانيستې، خو په وینا یې دوی يې پر وړاندې د مبارزې په حل لارو خبرې کوي.

د امريکا د اېف‌بي‌ای مشر کريستوف ري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۱» د کانګرس د ځينو غړو په يوه غونډه کې ويلي چې لاهم له افغانستانه دا اندېښنه زياته موجوده ده چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په پټنځاي بدل نه‌شي.

هغه ويلي، د دې فرصت اوس شته چې په افغانستان کې ترهګر بيا ځلي فعاله حضور پيدا کړي او هلته ځان لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي.

د امريکا د اېف‌بي‌ای مشر کريستوف ري
د امريکا د اېف‌بي‌ای مشر کريستوف ري

ښاغلي ري دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې دامریکا د کانګرس ځینو غړو له ده او د امریکا د ملي امنیت له رئیسه په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه وضاحت وغوښت.

له بلې خوا بیا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ورته اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د هایکو ماس له قوله پو بیان کې ویلي چې نړۍ اوس له افغانستان سره مخ او د دې په لټه کې ده چې د افغانستان اوسنی حالت څنګه بدل کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له قوله په دې بیان کې راغلي چې له افغانستان نه دا اندېښنې په زیاتېدو دي او وېره ده چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه‌شي.

ښاغلي ماس ویلي چې اوس ټول اړخونه په دې کار کوي چې په افغانستان کې روان بشري حالت کنټرول کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

دې ټولو اندېښنو ته بیا طالبانو که څه هم تازه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ډول اندېښنې بې‌ځایه بللې وې او ویلي و دوی ژمن دي چې له افغانستانه بل هېڅ هېواد ته ګواښ نه‌پېښېږي.

طالبانو دغه‌شان ویلي چې له افغانستانه نړۍ ته د ګواښ نه‌پېښول د دوحې تړون یو مهمه برخه ده او طالبان دې ته ژمن دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تېره ميلادي مياشت په کابل کې دوه چاودنو د ۱۳ امريکايي ځواکونو په ګډون شااوخوا ۱۵۰ افغانان ووژل چې د دې بريدونو مسؤليت داعش وسله‌والو واخيست.

که څه هم د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د داعش وسله‌والو ګواښ جدي نه‌دی بللی، خو په ختیځ ولایت ننګرهار کې تېره ورځ او له دې څو ورځې وړاندې پرله‌پسې چاودنو چې د داعش وسله‌والو ترسره کړې او یو شمېر طالبانو او ملکيانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله، دا اندېښنې لا پسې زیاتې کړې.

XS
SM
MD
LG