د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۳

د ارزګان خلک: طالبان له پوځي تجهیزاتو ناسمه ګټه اخلي


ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د هېواد په ۳۴ ولايتونو او مرکز پلازمېنه کابل کې د طالبانو لاسونو ته لسګونه زره پوځي تجهیزات ولوېدل.

دغه پوځي تجهیزات د افغانانو په بیا-بیا غوښتنو امریکا او متحدو هېوادونو یې له افغانستان سره مرسته کړې، خو اوس د هېواد له ۲۴ ولایتونو داسې راپورونه خپریږي چې د یادو پوځي تجهیزاتو څخه او په ځانګړي توګه د رینجر موټرو او زرغروال ټانګونو ناسمه استفاده کېږي چې زیات شمېر یې له فعالیت څخه لوېدلي دي.

د افغانستان په سویلي ولایت ارزګان کې هم خلک ادعا کوي چې وسله وال طالبان د پوځي تجهزاتو څخه ناسمه استفاده کوي او پام نه ورته کوي.

د ارزګان ولایت اوسیدونکی خالد ملت ازادي راډيو ته وویل:"ډېر شمېر موټر او له نورو تجهیزاتو غلطه ګټه اخېستل کېږي دا خو د بیت المال مال دی باید د بیت المال ساتنې ته ځانګړي پاملرنه وشي، ډېر شمېر موټر د عادي ستونزو له امله په کليوالو او لېرې پرتو سیمو کې پاتې دي، هيله ده دغه راټول شي او منظم ځای کې خوندي شي."

د ارزګان یو بل اوسیدونکی سمیع الله وایي:"زموږ غوښتنه له طالبانو څخه دا ده چې د پوځي تجهیزاتو څخه پوره ساتنه وکړې او کله چې خراب شي بېرته ترمیم شي."

له دې سره په خواله رسنیو کې هم داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښیې د پخواني افغان پوځ زیات شمېر زغروال ټانګونه او رینجر موټرونه د یوي عادي ستونزي له کبله طالبانو په لویو لاریو کې سرو لمرنو ته پریښي او پُرزې یې د کلیوالو خلکو له لوري چور شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولايت امنيه قوماندان ملا عبدالله بشير وايي، د تېر حکومت څخه ټول په لاس ورغلي تجهیزات يې په سمه توګه ساتلي او ټول يې په ځانګړي لېست کې ثبت کړي دي.

ملا عبدالله حاجي بشير وويل:"موږ دولتي تجهیزاتو ته ځانګړې پاملرنه کوو، منظم سيستم ورته لرو ټول موټر مو راجستر کړي او په خوندي ځای کې مو ساتلي دي، د بیت المال ساتنه زموږ دنده او مسووليت دی."

داپه داسې حال کې ده چې پر ټولنيزو رسنيو کې داسې نورې ویډیوګاني هم لاس په لاس کېږي چې د افغان خاورې څخه نظامي تجهیزات ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته انتقالېږي.

XS
SM
MD
LG