د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

خبریاله فوزیه وحدت: راتلونکې ته هیله لرم خو خوشبینه نه یم


خبریاله فوزیه وحدت: راتلونکې ته هیله لرم خو خوشبینه نه یم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:49 0:00
د سېپټمبر ۱۱مه پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د تروریستي حملو شلمه کلیزه وه.

دا ورځ هومره چې امریکایانو او د دې هېواد د تاریخ لپاره اهمیت لري، هومره د افغانستان او نړۍ لپاره مهمه ده.

ډېری مورخان په دې باور دي چې پر امریکا د القاعده شبکې دې حملې نړۍ له بنیاده بدله کړې ده خو په افغانستان کې، په تېره د هغه نسل لپاره چې شل کاله مخکې ماشومان و، دا تاریخي پېښه څه معنی لري.

د ازادي راډیو خبریال احمدتکل د اریانا ټلوېزیون له یوې ویاندې او د ښځو د حقونو له فعالې فوزیې وحدت سره په دې اړه ویډیويي مرکه کړې.

دا مرکه دلته وګورئ:
XS
SM
MD
LG