د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

هغه ویډیو چې په مظاهرو کې د طالبانو شاتګ ښيي


هغه ویډیو چې په مظاهرو کې د طالبانو شاتګ ښيي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00
هغه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې زیاته خپره شوې، هغه شېبې ښيي چې وسله وال طالبان په کابل کې د مظاهره چیانو د یوې ډلې په وړاندې شاتګ کوي.

دقیقاً معلومه نه ده چې دا ویډیو کله ثبت شوې، خو لومړني کس چې هغه پر ټولنیزو شبکو خپره کړې، د هغې د ثبت نېټه تېره چهارشنبه د سېپټمبر اتمه یاده کړې.

طالبانو په هغو ورځو کې پر مظاهرو بندیز ولګاوه.

په کابل او نورو ولایتونو کې پراخې مظاهرې شوې دي. طالبانو تردغو مظاهرو وروسته وویل، تردې مخکې باید یوه ورځ مخکې اجازه واخیستل شي، که نه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو هغه څه غندلي چې د سوله ییزو مظاهره چیانو په وړاندې د طالبانو زیاتېدونکی تاوتریخوالی بلل شوی دی.

بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:
XS
SM
MD
LG