د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

غزني کې ۴۹ کورنیو باندې خوراکي او غیر خوراکي وویشل شول 


د ای او اېم له خوا شوې مرستې
د ای او اېم له خوا شوې مرستې

په غزني کې پر ۴۹ وچکالۍ ځپلو بې ځایه شوېو کورنیو، د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د IOM یا ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د ساحوي دفتر مسوول انعام الله ګوهر وايي، د تیرې پنجشنبې په ورځ د یاد سازمان له لوري د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې له هغه ۴۹ کورنیو سره مرستې وشوې چې د وچکالۍ له امله دلته رابې ځایه شوي دي.

نوموړي ازادي راډیو ته يې وویل، د دغه کډوالو سروې د غزني تر سقوط وړاندې ترسره شوې وه.

ښاغلی ګوهر زیاتوي، د ځینو نورو موسسو له لوري د خوراکي توکو مرستې هم ورسره وشوې.

ګوهر وایي:"په دغه مرسته کې ټول هغه د کور لازم وسایل، لوښي، کمپلې، بېړنۍ سرپنا، همدا رنګه د WFP او دا کار موسیسو له لورې د غذايي او روغتیايي توکو مرستې شوې دي."

خو هغه کسان چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې دي وايي، خوشحاله دي، خو د نورو مرستو غوښتنه کوي.

سیف الله دغه مرستې اخیستې دی وايي، په دغه مرستو کې د اشپزخانې مکمل سیټونه، د بزګرۍ وسایل او خوراکي توکي شامل دي.

سیف الله وايي، د غزني د نورو سیمو ترڅنګ د ګېلان خلک د جګړو ترڅنګ له وچکالۍ او نورو بې وزلیو څخه سخت کړېدلي دي، نړیوالې خیریه ټولنې دي په دغه ځای بې وزلو ته د مرستې لاسونه وغځوي.

نوموړی زیاتوي:"د اشپږخانې مکمل سیټونه، همدا رنګه خوراکي توکي او د بزګري وسایل یې د ګېلان هغه خلکو ته چې بې ځایه شوي ورکړي دي."

د تیرې زمري میاشتې په ۲۱ مه نېټه د غزني مرکز طالبانو سقوط کړ، خو له هغه وروسته دا لومړی ځل دی چې د نړیوالو خیریه ټولنو له لورې په دغه ځای کې پر خلکو د مرستو د وېش لړۍ بیا پیلېږي.

XS
SM
MD
LG