د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

یوې قطري الوتکې د کابل له هوايي ډګره شااوخوا ۲۰۰ امریکایان او بهرنیان وایستل


د کابل هوايي ډګر کې د قطر هغه الوتکه چې شااوخوا ۲۰۰ تنه‌یې وایستل
د کابل هوايي ډګر کې د قطر هغه الوتکه چې شااوخوا ۲۰۰ تنه‌یې وایستل

د یو شمېر امریکایانو په ګډون شااوخوا ۲۰۰ تنه پرون (پنجشنبه) د کابل له نړیوال هوايي ډګره په یوه الوتکه کې ووتل.

دا د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته لومړنۍ الوتکه ده چې بهرنیان په‌کې له افغانستانه وځي.

ډېر شمېر بهرنیان او هغه افغانان چې ځان په خطر کې احساسوي، انتظار دي چې نړیوالې الوتنې پیل شي او له افغانستانه ووځي.

تر دې وړاندې تېره میاشت په یو ګډوډ حالت کې تر یو لکو ۲۰ زره ډېر افغانان او بهرنیان د کابل د هوايي ډګر له لارې له افغانستانه ووتل. له هغه وروسته دغه هوايي ډګر ته د سپرلیو د الوتکو تګ راتګ تقریباً درېدلی و.

یو افغان چې د امریکا تابعیت‌یې هم درلود او په هوايي ډګر کې الوتکې ته انتظار و، فرانس پرس خبري اژانس ته پرون وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سهار مهال ورته ټیلیفون وکړ چې هوايي ډګر ته لاړ شي.

د هالند د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ په یوه ټویټ کې د قطر له حکومته مننه کړې چې کابل ته‌یې الوتکه ولېږله او د ۱۳ هالنډیانو په شمول‌یې یو شمېر کسان وایستل.

د هالند د بهرنیو چارو وزیره سیګرید کاګ
د هالند د بهرنیو چارو وزیره سیګرید کاګ

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د الوتنو د مصونیت د سټنډرډ رئیس کپټان غلام جیلاني وفا ازادي راډیو ته وویل چې د کابل هوايي ډګر تر ډېره حده الوتنو ته چمتو دی او راتلونکې اوونۍ به له دې هوايي ډګره نورې الوتنې هم وشي، خو د ده په وینا لا هم ځینې ستونزې لري.

ښاغلی وفا زیاتوي: "فغلاً د نوېګېشن یا لارښود سیستم په محدوده پیمانه فعال دی، مکمل نه‌دی فعال شوی، کار پرې روان دی او هیله‌من یم چې راتلونکې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د افغانستان هوايي شرکتونه او د ګاونډیو هېوادونو الوتکې هم د کابل هوايي ډګر ته الوتنې پیل کړي."

د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم، د کابل هوايي ډګر ته لسګونه زرو خلکو مخه کړه چې په لړ کې یې د داعش له لوري انتحاري برید وشو او تر ۱۰۰ ډېر کسان په‌کې ووژل شول چې ۱۳یې امریکایي پوځیان وو.

د امریکا متحده ایالاتو څو وارې ویلي چې ټول امریکایان به له افغانستانه وباسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون وویل، شااوخوا ۱۰۰ امریکایان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

دې زیاته کړه، هغه افغانان به هم له افغانستانه وباسي چې د امریکا او د دې هېواد د کلیدي متحدانو دایمي اقامت لري یا د امریکا قانوني اسناد لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چهارشنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره په تماسونو کې یې له هغو څخه اورېدلي چې د کسانو د ایستلو د دوام په صورت کې به افغانستان له متخصصو او پوه کسانو څخه خالي شي.

طالبانو ظاهراً ویلي، که څوک غواړي چې له هېواده ووځي، دوی به‌یې مخه ونه‌نیسي، خو پر ډاکترانو، انجنیرانو او نورو مسلکي کسانو غږ کوي چې په خپل هېواد کې پاتې شي.

قطر په وروستیو کلونو کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د منځګړیتوب مرکزي رول لوبولی او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا په شمول ګڼو هېوادونو له کابل څخه خپل سفارتونه دوحې ته وړي دي.

د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق‌القحطاني پرونۍ ورځ د کابل د هوايي ډګر لپاره تاریخي وبلله.

د افغانستان لپاره د قطر او امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي مطلق‌القحطاني او زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره د قطر او امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي مطلق‌القحطاني او زلمی خلیلزاد

ده همداراز وویل چې دې الوتنې د کابل هوايي ډګر ته د نړیوالو الوتنو لار پرانیسته، خو ویې‌ویل چې دا کار به تدریجي وي.

تر اوسه پورې څرګنده نه‌ده چې د قطر ترڅنګ بل کوم هېواد له کابله د هوا له لارې د سفر د امکان په برابرولو کې مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG