د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

جو بایډن: لا ډېر واټن شته چې طالبان په رسمیت وپېژنو


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن

داسې مهال چې طالبان د پنجشېر په ګډون په افغانستان کې د خپل واک په ټینګېدو بوخت دي، د امریکا جمهور رئیس وايي، لا ډېر واټن شته چې دا ډله په رسمیت وپېژني.

جو بایډن پرون په واشنګټن کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان به په رسمیت وپېژني او که نه؟ وویل د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره بېړه نه‌لري او په وینا یې "لا ډېر واټن شته".

طالبان هم هڅه کوي چې نړۍ یې واکمني په رسمیت وپېژني، خو د افغانستان د ګاونډیو په ګډون لاهېڅ هېواد دا پرېکړه نه‌ده کړې.

ځینو هېوادونو د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره شرایط وړاندې کړي. له دې ډلې روسیې ویلي، طالبان باید داسې حکومت جوړ کړي چې ټول‌ګډونه وي او د افغانستان ټول قومونه په‌کې ونډه ولري.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د طالبانو د په رسمیت پېژندلو پرېکړه، د دوی په کړنو پورې محدوده کړې، هغه خبره چې ډېری اروپايي هېوادونو هم کړې ده.

خو د کاناډا په څېر هېوادونه هم شته چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو څخه‌یې انکار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دننه هم د نا امنۍ خبرونه پای ته نه‌دي رسېدلي او د مقاومت جبهه چې د طالبانو ضد یې د جګړې اعلان کړی وايي، تېره شپه په پنجشېر او پروان کې د دواړو لورو ترمنځ درنې نښتې شوي.

پنجشېر کې د طالبانو ضد د مقاومت جبهې یو شمېر جنګیالي
پنجشېر کې د طالبانو ضد د مقاومت جبهې یو شمېر جنګیالي

د دې جبهې یو ویاند علي میثم نظري وايي، تېره شپه‌یې په پنجشېر او اندراب کې د طالبانو ضد بریدونه کړي. ښاغلی میثم په دې اړه نور ډېر جزئیات نه‌ورکوي.

خو طالبان بیا د ملي مقاومت جبهې دا ادعا نه‌مني. طالبان وايي، د پنجشېر له نیولو وروسته په ټول افغانستان حاکم دي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، له پنجشېر او تر څېرمه سیمو یې د نا امنۍ هېڅ ډول راپور نه‌دی ورکړل شوی.

ښاغلی کریمي وايي: "پنجشېر کې شپه ډېره په ډاډ تېره شوې ده او وضعیت ډېر نورمال دی. خلک د اسلامي امارت له ورتګ خوښ دي. هلته امنیت تأمین دی. هلته نور داسې تحرک نه‌شته چې د اسلامي امارت ضد کوم خنډ جوړ کړي، وضعیت مدیریت دی او کومه ستونزه نه‌شته."

طالبانو پرون وویل، هر هغه عمل به وځپي چې د نظام ضد وي او هر هغه وسله‌وال سره به د دښمن په څېر چلند وشي چې د مرکزي حکومت ضد وسله پورته کړي.

د پنجشېر ولایت پر مقام د طالبانو ولکه
د پنجشېر ولایت پر مقام د طالبانو ولکه

خو تازه د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله ویلي، په زور د خپلو غوښتنو تحمیلول، پایله نه‌لري.

ښاغلي عبدالله په پنجشېر کې د خپل خوريي فهیم دشتي د وژل کېدو په مناسبت خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې، دا ډول کړنې به د هېوادوالو د رنځ او کړاو د دوام لامل وګرځي.

له تېرو ۸ ورځو راهیسې د افغانستان په یو شمېر مرکزي سیمو په ځانګړي ډول پنجشېر کې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ د جګړې خبرونه خپرېږي.

خو طالبان له دې ټولو سره سره هڅه کوي چې خپله واکمني پراخه او د خپل حاکمیت ریښې پیاوړې کړي.

خو بیا هم هغه څه چې د دې ډلې لپاره پر یو سرخوږي بدلېدونکی دی، په نړیواله کچه د دوی د نظام مشروعیت دی.

XS
SM
MD
LG