د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

طالبان وايي پنجشېر یې نیولی، خو د مقاومت جبهه دا ادعا ردوي


د پنجشېر ولایت مقام مخ ته یو شمېر وسله‌وال طالبان
د پنجشېر ولایت مقام مخ ته یو شمېر وسله‌وال طالبان

له اووه ورځو جګړې وروسته طالبان وايي، پنجشېر یې نیولی دی. هغه ادعا چې د دوی مخالفه د مقاومت جبهه‌یې ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۵» رسنیو ته وویل، له پرون مازدیګر یې د پنجشېر ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او نن سهار یې ځواکونه د ولایت مقام ته دننه شول.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "موږ هڅه وکړه چې د سوله‌ییزې لارې دا ستونزه حل کړو، خو متأسفانه ونه‌شول. افغانان حق لري چې د خپلې جغرافیې د امنیت لپاره چېرې چې تهدید وي، له‌منځه یې یوسي. دا په ټوله نړۍ کې کېږي، که چېرې څوک نظام ننګوي، خلکو ته ستونزې جوړوي، هلته نظامي عملیات کېږي. نظامي ځواکونه د همدې لپاره دي چې د خلکو امنیت وساتي."

ښاغلي مجاهد د مقاومت جبهه د نظام ضد د واک جزیره وبلله او ګواښ‌یې وکړ، که هر څوک د دوی ضد وسله پورته کړي، وبه ځپل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي نن سهار یې ځواکونه د ولایت مقام ته دننه شول.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي نن سهار یې ځواکونه د ولایت مقام ته دننه شول.

خو د مقاومت جبهې بیا خپل پاڅون د افغانستان د خپلواکۍ د ساتلو لپاره بللی او وايي، مبارزه به‌یې دوام وکړي.

د ‌دې جبهې مشر احمد مسعود په یوه پیغام کې له خلکو غوښتي، څو د طالبانو ضد ملي قيام وکړي.

هغه طالبان تورن کړي چې ملي ګټو ته ژمن نه‌دي او همدا ډول غواړي افغانستان یوه تیاري لوري ته یوسي.

ښاغلی مسعود زیاتوي: "نن ورځ چې کومې پېښې کېږي، د افغانستان د راتلونکي په اړه یو کوچنی تصویر وړاندې کوي. هغه راتلونکې چې پردي یې د خپلو کسانو، د خپلو استازو او مزدورانو په وسیله عملي کوي. هغه تصویر دا دی چې افغانستان یو وروسته پاتې، تیاره، له هر ډول هنر او فرهنګ لیرې، له ملي يووالي لیرې وي. داسې افغانستان وي چې د نړۍ له‌خوا په سیاسي او اقتصادي انزوا کې وي."

د مقاومت جبهه دا هم ردوي چې ګنې طالبان پر ټول پنجشېر واکمن دي.

د دوی یو ویاند علي میثم نظري ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې هغه ادعا ناسمه بللې چې ګنې طالبانو پنجشېر نیولی دی.

په پنجشېر کې د مقاومت جبهه د تمرین په حال
په پنجشېر کې د مقاومت جبهه د تمرین په حال

هغه زیاتوي: "د مقاومت ځواکونه په خپلو جوړ شویو سنګرونو کې دي او له تېرې شپې راهیسې په څو برخو کې جګړه روانه ده."

هلته د پیل شوې جګړې په اړه هم بېلابېل روایتونه کېږي.

د مقاومت جبهې غړي او د پنجشېر مخکېني والي کمال‌الدین نظامي رسنیو ته ویلي، د دوی سنګرونه پاکستاني الوتکو په لارښود توغندیو ویشتي.

دا ادعا د مقاومت جبهې ډېرو نورو غړو هم کړې او ایران هم پرې اندېښنه ښودلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده رسنیو ته ویلي، د پنجشېر په جګړه کې بهرنۍ لاسوهنې باید وڅېړل شي او دوی یې د څېړلو په حال کې دي.

خطیب‌زاده زیاته کړې: "هغه خبرونه چې له پنجشېر خپرېږي، اندېښمنوونکې دي. د تېرې شپې بریدونه په کلکو ټکو غندو. د افغانستان د مشرانو شهادت زموږ لپاره د اندېښنې وړ دی. بهرنۍ لاسوهنه چې تاسې ورته اشاره وکړه، باید وڅېړل شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده رسنیو ته ویلي، د پنجشېر په جګړه کې بهرنۍ لاسوهنې باید وڅېړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده رسنیو ته ویلي، د پنجشېر په جګړه کې بهرنۍ لاسوهنې باید وڅېړل شي.

خو طالبان بیا په پنجشېر د پاکستاني الوتکو بریدونه د دوی ضد تبلیغات ګڼي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، پنجشېر یې د خپلو ځواکونو په مټ نیولی او یو شمېر کړۍ د دوی ضد کمپاین کوي.

د پنجشېر د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره دواړه لورو خبرې هم وکړې، خو پایله‌یې ورنه‌کړه.

پرون د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د یو شمېر دیني عالمانو له هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې جګړه دې ودرېږي او دواړه لوري دې د یوه سوله‌ییز حل په لټه شي.

ښاغلي مسعود وویل، طالبان دې خپل ځواکونه وباسي، څو خبرو ته لار پرانیستل شي، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه.

پنجشېر کې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود
پنجشېر کې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

لا معلومات نه‌شته چې د مقاومت جبهې مشران پر دې ولایت د طالبانو له ولکې وروسته چېرې دي، خو د دې ډلې یو ویاند علي میثم نظري په خپله ټویټرپاڼه د احمد مسعود په اړه لیکلي، هغه خوندي دی او ژر به خپل پیغام خلکو سره شریک کړي.

له دې وړاندې له افغانستانه د وتلي جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي، تر ابده به پنجشېر کې پاتې شي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG