د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

طالبانو د پنجشېر جګړې د پای لپاره د مقاومت جبهې د خبرو وړاندیز رد کړ


یو شمېر طالب جنګیالي او د هغوی کاروان
یو شمېر طالب جنګیالي او د هغوی کاروان

طالبان وایي، په پنجشېر کې د دوی مخالفانو د خبرو لپاره ورکړل شوی فرصت ضایع کړ او اوس د دوی په باور د خبرو وخت تېر شوی دی.

دوی وایي، اوس د خبرو فرصت له‌منځه تللی او غواړي چې د پنجشېر مسئله په" قاطع" ډول حل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی نه‌غواړي چې افغانستان کې د دوی ترڅنګ د واک یوه بله جزیره هم موجوده وي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "اوس د خبرو او مذاکراتو وخت تېر شوی دی، موږ غواړو چې اقدام وکړو، نه‌غواړو چې په هېواد کې مو یو جلا ځای وي او د هېواد لپاره ستونزه او جزیره وي، د خبرو لپاره موږ کامل فرصت ورکړی و، متأسفانه چې استفاده ځینې ونه‌شوه. د پنجشېر ولایت علماء کرام، قوماندانان او سپین ږیري شاهدان دي، موږ په مکرر ډول هغوی وسیله کړل چې دا مشکل حل شي، ولې ځینو کړیو چې جنګ‌یې غوښت هغوی موافقه ونه‌کړه. اوس د دې وخت تېر دی چې بیا خبرې وشي، نور قاطع اقدام کوو او دا ستونزه باید نهایي حل شي."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

طالبان دا خبره د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود د وړاندیز په مقابل کې کوي.

ښاغلي مسعود پرون پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه ولیکل، د پنجشېر د مسئلې د سوله‌ییز حل په هدف کابل کې د دیني علماوو د سپارښتنو هرکلی کوي.

مسعود وویل، که طالبان خپل ځواکونه د بغلان له اندراب او پنجشېره وباسي، د دوی ځواکونه به هم له مقاومته لاس واخلي او خبرو ته به حاضر شي.

د پنجشېر په جګړه کې پرون طالبانو د پرمختګ ادعا وکړه او ویې‌ویل چې دغلته‌یې ګڼې ولسوالۍ لاندې کړي او په مرکز بازارک کې جګړه روانه ده.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت سرچینو هم رسنیو ته ویلي چې طالبانو ته‌یې ګڼه مرګ‌ژوبله اړولې او د هغوی د پرمختګ مخه‌یې نیولې ده.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش افغانستان کې د جګړې او تاتریخوالي په ژر تر ژره پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

ګوتیریش په یوه رپور کې چې یوه کاپي یې فرانس پریس اژانس ته رسیدلې پر طالبانو او د جګړې په نورو اړخونو غږ کړی چې له زغمه کار واخلي او بشري مرستوته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG