د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

طالب چارواکي: روانه اوونۍ به د نوي حکومت جوړښت او کابینه اعلان کړو


د کابل ښار 
د کابل ښار 

تمه وه چې طالبان خپل حکومت د تېرې جمعې په ورځ ناوخته اعلان کړي، خو دا ډله لا تر اوسه په دې کار نه‌ده بریالۍ شوې.

د طالبانو د حکومت نه‌اعلانېدو سره سم، د دې ډلې ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو په اړه هم خبرونه خپرېږي، خو طالب چارواکي یې نه‌مني.

اوس تازه طالبان ژمنه کوي چې روانه اوونۍ به د نوي حکومت جوړښت او کابینه اعلان کړي.

د طالب چارواکو له قوله، د کابینې او حکومت د اعلان لپاره نیول شوی چمتووالی په بشپړېدو دی او په دې برخه کې پیل شوې مشورې هم پای ته رسېدلې دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد وثیق که څه هم د دې اوونۍ په اوږدو کې د حکومت د اعلانېدو کره نېټه نه‌ښيي، خو وايي: "د کابینې او حکومت لپاره نیول شوی چمتووالی مخ په بشپړېدو دی. ان‌شاءالله ډېر ژر به دا مراسم وشي. په لنډو ورځو کې یعنې د دې اوونۍ دننه به دا مراسم ترسره او کابینه به اعلان شي."

د ملا برادر په مشرۍ یو شمېر طالب چارواکي
د ملا برادر په مشرۍ یو شمېر طالب چارواکي

طالبانو پر کابل له واکمنېدو سره سم، ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د حکومت نوې بڼه جوړه او کابینه اعلان کړي، خو تر دې دمه د دې ژمنې په پوره کېدو کې پاتې راغلي.

دغه‌راز د حکومت او د کابینې د څرنګوالي او ټول ګډون‌والي په اړه په افغانستان کې د خلکو د اندېښنو سربېره، د ګاونډیانو نظریات هم ورځ تر بلې مطرح کېږي.

تازه د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي ویلي، په افغانستان کې له هغه حکومت ملاتړ کوي چې د خلکو په رایه او خوښه جوړ شي.

نوموړی وایي: "هلته باید داسې یو حکومت جوړ شي چې د خلکو په رایه او ارادې راغلی وي. اسلامي جمهوریت هم په دې لټه کې دی چې افغانستان کې ارامي وي، وینه تویېدنه او ورور وژنه پای ته ورسېږي او د افغانستان د خلکو اراده واکمنه شي. موږ له هغه دولت ملاتړ کوو چې د خلکو په رایه راشي."

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي ویلي، په افغانستان کې له هغه حکومت ملاتړ کوي چې د خلکو په رایه او خوښه جوړ شي.
د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي ویلي، په افغانستان کې له هغه حکومت ملاتړ کوي چې د خلکو په رایه او خوښه جوړ شي.

له دې وړاندې نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو غږ کړی چې د نوي حکومت په جوړښت کې د ټولو افغانانو ګډون ته پام وکړي.

طالبانو هم ژمنه کړې چې د دوی له‌خوا جوړېدونکی حکومت به ټول‌ګډونه وي، خو وروستیو کې د دې ډلې له‌خوا شوې ګمارنې دا ژمنه تر پوښتنې لاندې راولي.

په افغانستان کې د حکومت نه‌اعلان د ځینو خپل‌سریو او تر خوا یې د دې هېواد په ټولو چارو د بدو اغېزو لامل شوی دی.

تر دې چې سلګونه زره دولتي کارکوونکي په کور او تر خوا یې اقتصادي خوځښت هم په ټپه ولاړ دی.

د افغانستان د همدې ورک برخلیک له امله د نړیوالو اندېښنې هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

تازه د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي فاکس نیوز سره مرکه کې په افغانستان کې د همدې بې‌نظمیو له امله د یوې بلې کورنۍ جګړې احتمال مخ په ډېرېدو بللی.

میلي زیاته کړې: "زما پوځي اټکل دا دی چې احتمالاً د کورنۍ جګړې د پیل شرایط پراخېږي. زه نه‌پوهېږم چې ایا طالبان به وتوانېږي چې واک ټینګ او حکومت جوړ کړي."

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي فاکس نیوز سره مرکه کې په افغانستان کې د همدې بې‌نظمیو له امله د یوې بلې کورنۍ جګړې احتمال مخ په ډېرېدو بللی.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي فاکس نیوز سره مرکه کې په افغانستان کې د همدې بې‌نظمیو له امله د یوې بلې کورنۍ جګړې احتمال مخ په ډېرېدو بللی.

د امریکا د پوځ دې لوړپوړي چارواکي دا هم ویلي چې کورنۍ بې‌نظمي به په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د بیا فعالېدو لامل شي.

خو طالبان بیا وايي، د حکومت د جوړېدو او تر خوا یې د کورنۍ جګړې د مخنیوي بشپړ توان لري.

دا ډله ژمنه کوي چې اجازه به ورنه‌کړي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG