د افغانستان د کرکټ د تر ۱۹ کلونو کمعمره ملي ټیم یو شمېر غړي پرون شنبه بنګلهدېش ته ورسېدل.
دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې بهر ته د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنی سفر دی.
د افغانستان د کرکټ ټیم به د بنګلهدېش له ټیم سره پنځه یوه ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
دغه لوبې به چې د سیلهیت په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، د سپټمبر له ۱۰مې پیل او د سپټمبر تر ۲۵ پورې به دوام وکړي.
د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د بنګلهدېش د کرکټ بورډ ویاند ربعید امام وویل چې د افغانستان د کرکټ ټیم اته لوبغاړي ډاکې ته راورسېدل او پاتې نور به په دوو نورو ډلو کې راورسېږي.