د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ملا برادر: د ټولو په وړاندې د یوه مسؤل ټول‌شموله حکومت پر جوړولو کار روان دی


د طالبانو مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د دغه دفتر یو شمېر نور غړي
د طالبانو مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د دغه دفتر یو شمېر نور غړي

د طالبانو مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي، د یوه ټول‌شموله حکومت پر جوړولو کار روان دی، داسې حکومت چې د ده په وینا د ټولو په وړاندې مسؤل وي.

ملا برادر دغه څرګندونې پرون شنبه په کابل کې الجزیزه ټلوېزیون ته کړي او خلکو ته‌یې ډاډ ورکړی چې د ژوند د ښه کولو لپاره به‌یې هڅه وکړي، ده دغه‌راز ویلي چې امنیت به ټینګ کړي هغه څه چې د ده په وینا نه‌یوازې د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی، بلکې هغه د ټولې نړۍ لپاره هم مهم دی.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو درې اوونۍ وځي، خو تر اوسه‌یې د نوي حکومت څرګ نه‌لګېږي.

ملا برادر ویلي چې که ټول افغانستان امن وي، دا به په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو پیلېدو ته هم لاره پرانیزي.

ملا برادر نه‌دي ویلي چې نوی حکومت به چې د راپورونو له مخې مشري به‌یې دی کوي او په تېرو څو ورځو کې یې څو ځلې د اعلانونو خبره شوې، کله اعلانېږي.

د طالبانو مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر
د طالبانو مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر

روېټرز خبري اژانس د تېرې جمعې په ورځ د یو شمېر سرچینو په حواله چې هویت‌یې پټ ساتل شوی، راپور ورکړی و چې ملا عبدالغني برادر به په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت مشر وي او ملا محمد یعقوب چې د طالبانو د پخواني مشر او د دې ډلې د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی دی او د قطر د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی به په دغه حکومت کې لوړې دندې پر مخ وړي.

د طالبانو یوه چارواکي چې د هغه نوم هم پټ ساتل شوی، دې اژانس ته ویلي چې تر شنبې مخکې چې پرون وه، نوی حکومت به اعلان نه‌شي، خو ویلي و چې په اړه‌یې د سلا مشورو لړۍ پای ته رسېدلې ده.

پر طالبانو د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو لپاره نړیوالو هم فشارونه زیات کړي دي.

په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې نن قطر ته ځي هم له طالبانو غوښتي چې داسې حکومت جوړ کړي چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو اساسي حقونه په‌کې خوندي وي.

بلېنکن تر دې سفر مخکې د تېرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې طالبان باید د ټول‌شموله حکومت د جوړولو، د خلکو د ازادانه سفر او د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او د ښځو او اقلیتونو په ګډون د افغانانو د اساسي حقونو درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "تمه دا ده چې په حکومت کې د مشارکت شاهد واوسو، خو په نهایت کې تمه دا ده چې یو داسې حکومت ووینو چې طالبان پر هغو ژمنو چې کړې یې دي، عمل وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز وویل چې د طالبانو په وړاندې یې نړیوالې ډیپلوماسي تر اوسه ښه نتیجه ورکړې او له سلو زیاتو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره په دې اړه چې نړیواله ټولنه د طالبانو له راتلونکي حکومت څخه څه توقعات لري خپل دریځ روښانه کړی دی.

انتوني بلېنکن دغه‌راز ویلي چې قطر ته په سفر کې به د هغه هېواد له مشرانو سره د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړي او هم به ترې مننه وکړي چې په خپله خاوره کې یې په زرګونه افغانانو او د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو اتباعو ته چې له کابل هوايي ډګر څخه په الوتنو کې ایستل شوي، د موقتي اوسېدو زمینه برابره کړې ده.

د اګسټ له ۱۵مې چې طالبانو کابل ونیو، د دې ښار له نړیوال هوایي ډګر څخه امریکایي او د متحدانو ځواکونو یې له ۵۷ زرو زیات افغانان او د بهرنیو هېوادونو وګړي په الوتنو کې قطر ته انتقال کړي دي.

له افغانستانه په پوځي الوتکو کې د زرګونه افغانانو د ایستلو لړۍ
له افغانستانه په پوځي الوتکو کې د زرګونه افغانانو د ایستلو لړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز ویلي چې له افغانستانه د نورو کسانو چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، د ایستلو لپاره هڅې روانې دي.

بلېنکن وویل، د هغو مسایلو لپاره چې زموږ لپاره مهم دي، له طالبانو سره مو د تماس چاینلونه پرانیستي دي او یوه مهمه مسئله‌یې هم هلته د پاتې کسانو ده. د هغه په وینا طالبان باید خپله کړې ژمنه پر ځای کړي او هغه کسان پرېږدي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG